تازه خبرونه
په راتلونکي کال کې به له ۵ میلیون ډېرې برښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي – چارواکي
نن (یکشنبه د مرغومي ۲۱) مشرانو جرګې د تذکرو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ننګونو له کبله دې جرګې ته د ځواب ویلو لپاره د احصائیې او معلوماتو ریاست او د برښنایي تذکرو د وېش مشران غوښتي وه.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر ورو دی او خلک یې له ګڼو ننګونو سره هم مخ کړي دي.
د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد د کمېټې مشر عبدالوهاب عرفان په دې اړه ویلي: د برښنایي پېژندپاڼو غوښتونکیو ته د وېش مرکزونه ډېر لږ دي؛ پېنځه مرکزونه د کابل پېنځه میلیوني ښار لپاره بسنه نکوي او د وېش بهیر یې هم ورو دی او خلک يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
د مشرانو جرګې لومړي نایب څرګنده کړې؛ که د هېواد ټولو وګړیو ته د برښنايي تذکرو وېش تر سره شي، د هېواد د ټاکنو بهیر به هم ورسره روڼ وي.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار زیاته کړې، چې د دې بهیر له بشپړیدو سره به په ټاکنو کې د جعل او درغلیو مخه هم ونیول شي
د احصائیې او معلوماتو ملي اداره څرګندوي، چې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش وړتیا لوړ شوی او په راتلونکي کال کې به له پېنځه میلیون ډېرو افغانانو ته ووېشل شي.
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې مشر جاوید رسولي ویلي: مونږ څو میلیوني موخې ټاکلي او د یو کال په اوږدو کې به له ۵ میلیون ډېرو کسانو ته توزیع شي. وړتیاوې ډېرې شوي او په ۳۴ ولایتونو کې د وېش مرکزونه جوړ کړي، چې خلک وکولی شي برښنایي پېژندپاڼې تر لاسه ګټه ترې پورته کړي.
د احصائیو او معلوماتو ادارې د ټینګار له مخې؛ افغان کډوالو ته د برښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل شوی او یوازې په ایران کې د میشت افغانانو لپاره د تذکرو د وېش شپږ مرکزونه جوړ شوي او دا بهیر په پاکستان کې هم پلې کیږي.
