نړۍ

په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول

Published

on

د رفح ښار اوسېدونکیو پرون (سې شنبه د غبرګولي اتمه ) پر دغه ښار د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له زیاتوالي او د جګړې له پراخېدو خبر ورکړی دی.

اسرائیلو ويلي، د رفح ښار په ختیځ کې له مصر سره د غزې پولې ته نږدې محدود عملیات ترسره کوي.

امريکا او د اسرائيلو نورو متحدينو پر دغه ښار له پراخو بريدونو خبرداری ورکړی دی.

عيني شاهدان وايي، تېره شپه په لويديځ رفح ښار کې د اسرائيلو پر ځمکنيو او هوايي بريدونو د بېړنيو خدمتونو او روغتیایي کارکوونکي لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي.

اسرائیلو هغه کمپ بیا پر نښه کړی، چې د یکشنبې پر ورځ په کې له اور ولګېد ۴۵ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیلو ته په رفح کې د بشپړ برید پر وړاندې خبرداری ورکړی او د امریکا حکومت پرون تائید کړه، چې اسرائیل تر دې دمه د خپلو عملیاتو له حدودو تېر شوي ندي.

Trending

Exit mobile version