Connect with us

نړۍ

په روانه جګړه کې تر ۳۰۰۰ پورې اوکرایني سرتېري وژل شوي- زیلینسکي

خپور شوی

د

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د دې هېواد چارواکي باوري دي، چې له روسیې سره په رامنځته شوې جګړه کې تر دې دمه تر ۳۰۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

زیلینسکي له سي ان ان سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې شاوخوا لس زره اوکرایني سرتېري ټپیان شوي دي او دا ستونزمنه ده، چې ووایو څومره به ژوندي پاتې شي.

دغه راز د اوکرایین ولسمشر د ځاني زیانونو دغه شمېر د روسي پوځیانو له تلفاتو سره پرتله کړ او ادعا یې وکړه، چې تر ۲۰ زره پورې روسي پوځیان وژل شوي دي.

مسکو تېره میاشت اعلان څرګنده کړې وه، چې ۱۳۵۱ روسي پوځیان وژل شوي او ۳۸۲۵ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویدیځو هېوادونو ویلي؛ د روسیې ځاني زیان د اوکراین په جګړه کې د څو زره کسان له لاسه ورکړي دي.

نړۍ

اسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نه‌کولو غوښتنه وکړه

د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.

Published

on

د امریکا ان‌بي‌سي خبري څانګې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د اسرائیلو او څو عربي هېوادونو چارواکو له امریکا غوښتي، چې د اوس لپاره پر ایران برید ونکړي.

د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.

دوی دا وړاندیز هم کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره باید د لویو بریدونو پیل تر هغې وځنډوي، چې په ایران کې وضعیت “نور هم خراب شي”.

په ایران کې ۱۷ ورځې مخکې روان اعتراضونه او ناکرارۍ د دې هېواد د اسعارو د بې ارزښته کېدا په اړه پیل شول او بیا ډېرو نورو لویو ښارونو ته وغځېدل.

ویل کیږي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا په ملي امنیت شورا کې د ټرمپ د مرستیال جي‌ډي ونس پر مشرۍ یوه غونډه ترسره شوې، چې ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د اقدام کولو لپاره غوراوي چمتو کړي.

Continue Reading

نړۍ

چین له ایران سره پر سوداګرۍ د ټرمپ د تعرفې ګواښ ته غبرګون څرګند کړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.

Published

on

د چین بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛  دې هېواد د هغو هېوادونو پر وړاندې، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفې له ګواښ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.

د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي: هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي له ۲۵ سلنې تعرفې سره به مخ شي.

شنونکو خبرداری ورکړی، چې د دې تعرفو لګول ممکن د سوداګرۍ پر کمولو سربېره د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ډیپلوماټیک کړکیچونه رامنځته کړي.

دا اقدام د ایران او د هغه د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشار د پالیسۍ یوه برخه ده او کولی شي د امریکا او ایران د شریکو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغیزمنې کړي.

Continue Reading

نړۍ

د ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ

سپیس‌ایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي؛ غواړي، چې د ایران د انټرنیټ د بیا نښلولو په اړه له ایلان ماسک سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې د دې هېواد چارواکو د روانو حکومتي ضد اعتراضونو پر مهال انټرنیټي خدمتونه پرې کړي دي.

ټرمپ د ایلان ماسک له سپیس‌ایکس شرکت سره د همکارۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هغه په دې ډول کارونو کې ډېر ښه دی او یو ډېر ښه شرکت لري.»

سپیس‌ایکس د سپوږمکۍ له لارې «سټارلینک» نومي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي، چې له دې مخکې هم په ایران کې ترې استفاده شوې ده.

د پنجشنبې پر ورځ د حکومت ضد له ټولو پراخو اعتراضونو سره همهاله د انټرنیټ د پرې کېدا له کبله له ایران څخه د معلوماتو بهیر سخت ګډوډ شوی دی.

د ټرمپ او ماسک اړیکې لوړې ژورې لرلې دي؛ له ټرمپ سره د ټاکنیز کمپاین له همکارۍ نیولې تر د مالیاتي لایحې پر سر تر ښکاره اختلاف او په مارالاګو کې لیدنه، خو په دې وروستیو کې د اړیکو د ښه کېدا نښې لیدل کېږي.

ماسک مخکې هم په ایران کې د دولتي محدودیتونو د مخنیوي لپاره د سټارلینک له کارولو ملاتړ کړی و؛ په ځانګړي توګه د ۲۰۲۲ کال د هغو اعتراضونو پر مهال، چې د مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوي وه.

اوسني اعتراضونه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د بیو د لوړېدا په غبرګون کې پیل شول او وروسته د حاکم نظام پر وړاندې مخالفتونه پر تاوتریخوالي واوښتل.

د بشري حقونو د بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ په دې اعتراضونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې سلګونه کسان ووژل شول او له ۱۰ زره ډېر نور نیول شوي، خو رسمي شمېرې اوس هم خپرې شوې ندي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!