Connect with us

تازه خبرونه

په روزګان کې بمي چاودنې د یوه خبریال په ګډون ۸ کسان ټپیان کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په روزګان ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په ترینکوټ ښار کې موټرسایکل بم چاودنې د یوه خبریال په ګډون اته کسان ټپیان کړي دي.

سیمه ییزو چارواکو زیاته کړې، چې چاودنه نن (سې شنبه مرغومي ۳۰) له غرمې وروسته د ترینکوټ ښار په څلورلاري کې رامنځته شوې؛ د روزګان د سلام راډیو خبریال شاه محمد همدرد په ګډون اته کسان په کې ژوبل شوي دي.

د چارواکو د څرزګندونو له مخې، تر دې دمه د دې پېښې لامل او انګېزه په ډاګه شوې نده او نه یې چا مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا یو شمېر هېوادوال له روان تاوتریخوالي په ځانګړي توګه له موخه ییزو وژنو اندېښمن شوي او غواړي له هېواده ووځي.

تازه خبرونه

په ایران کې پر بند د محکوم شویو افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شو

پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د روان کال د سېشنبې پر ورځ( د کب اته‌ویشتمه) په ایران کې د بند پر سزا د محکوم شویو افغان بندیانو د لیږد بهیر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي( سرپرست) فضل محمد حقاني او د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د چارواکو په شتون کې پیل شو.

پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.

ټاکل شوې، چې دا بندیان د افغانستان اسلامي امارت له قوانینو سره سم د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

دغه راز د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د مجرمینو د لېږد کمیټې ویلي، چې دا بهیر به د کوچني اختر له رخصتیو وروسته هم روان وساتل شي.

د یادونې ده، چې د چارشنبې پر ورځ یو شمېر نور افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ د هویت له تائید وروسته افغانستان ته راولېږدول شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ به په خیبرپښتونخوا کې هیڅ راز عملیاتو ته اجازه ورنکړو- علی امین ګنداپور

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ ګنډاپور ویلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو له وژلو سره – سره له افغانستان څخه ډې شمې پاکستان ته راروان دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنداپور ویلي، چې په دې ایالت کې به هیڅ ډول عملیاتو ته اجازه ورنکړ شي.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ ګنډاپور ویلي، چې په پاکستان کې د وسلوالو له وژلو سره – سره له افغانستان څخه ډې شمې پاکستان ته راروان دي.

هغه زیاته کړې، چې له ۹ زره ۵۰۰ څخه تر ۱۱ زره ۵۰۰ پورې جنګیالي خیبر پښتونخوا ته رادننه شوي او شاوخوا ۲۲ زره ۵۰۰ نور په افغانستان کې دي.

هغه ويلي، چې د امنيتي مسایلو د پرمختګ لپاره باید د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان له زندان څخه راخوشې شي.

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې د بریدونو پلان د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.

اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د پاکستان د “امنیتي ناکامۍ” مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او  ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د تورخم دروازه له ۲۶ ورځو وروسته د ټرانسپورټ لپاره پرانیستل شوه او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او  ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړو ويلي، چې د دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې؛ خو دا دی په تورخم کې افغان او پاکستاني کمیسارانو د دې سوداګریزې لارې پر پرانستلو هوکړه وکړه. 

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دارلانشا رییس زیاته کړې، افغان سوداګرو په دې موده کې هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان لیدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې دوروازې  د پرانستلو په اړه د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې ترسره شوې وې.

د تورخم  دروازې تړل کېدو دواړو خواوو سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ويلي، چې سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان یې ګاللی دی.

د کابل او اسلام‌آباد سوداګر غواړي، چې سوداګریزې مسلې له سیاست څخه دډې ته شي؛ ځکه، چې د کړکېچ یوازنی حل خبرې اترې دي؛ نه د لارې بندول.

د تورخم دروازه ۲۶ ورځې مخکې د اسلامي امارت د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د پاکستان له لوري وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمنځ څو نښتې هم وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!