تازه خبرونه

په روغتیا وزارت کې د رشوت غوښتنې پر تور ۴ کسان نیول شوي – څارنوالي

Published

on

د افغانستان د لویې څارنوالۍ دفتر د سې شنبه پر ورځ( د مرغومي ۹) څرګنده کړې، چې د لویې څارنوالۍ او ملي امنیت عمومي ریاست لخوا د عامې روغتیا وزارت څلور کارمندان د رشوت غوښتلو پر تور نیول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي زیاته کړې، چې دا کسان پرون د روغتیا وزارت د یو شمېر کارمندانو د اطلاعاتو او شکایتونو پر بنسټ، چې ترې د رشوت غوښتنه شوې؛ ونیول شول او تر پوښتنو لاندې دي.

یو شمېر سرچینو ويلي، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د روغتیا وزارت د وزیر جواد عثماني د ورور، کاکا زوی، سلاکار او په وزارت کې د یوې پروژې د مسوول په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.

سرچینو په ډاګه کړې، چې د عثماني ورور او تره  زوی په وزارت کې رسمي دنده نه درلوده؛ خو د هغه پر ​​نومه یې د بډو غوښتنه کوله.

د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

اوړمه ورځ ( د مرغومي ۷) په بلخ ولایت کې د مشرانو جرګې درې غړي د بډو اخیستو پر تور نیول شوي دي.

د مشرانو جرګې له اداري فساد سره د مبارزې کمېټې درې غړي، چې د ګمرکاتو یا د عوایدي ادارو د پلټنې لپاره بلخ ته تللي وه؛ د ملي امنیت ریاست او لویې څارنوالۍ استازیو د ۴۰۰۰۰ ډالرو بډو اخیستو پرمهال نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ والي فرهاد عظيمي څرګنده کړې؛ د مشرانو جرګې درې غړیو په پیل کې د بډو لپاره د ډېرو پیسو وړاندیز کړې و، خو وروسته یې بیا همدا لږ ومنلې.

Trending

Exit mobile version