Connect with us

تازه خبرونه

په روژه کې د ټنګ ټکور خپرولو له کبله صدای بانوان رادیو وتړل شوه

Published

 on

(Last Updated On: وری ۱۳, ۱۴۰۲)

د روژې په مبارکه میاشت کې د ټنګ ټکور خپرولو له کبله د بدخشان ولایت د ښځو رادیو ( صدای بانوان) وتړل شوه.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په دې اړه د بریتانیا ګاردین ته څرګنده کړې، چې دې رادیوي مرکز د روژې په مبارکه میاشت کې څو ځلې د سندرو او ټنګ ټکور پر خپرولو د اسلامي امارت قوانین او مقررات تر پښو لاندې کړي او د سرغړونې له کبله بند شوی دی.

معزالدین احمدي ویلي: که دا رادیو د افغانستان اسلامي امارت پالیسي ومني او تضمین ورکړي، چې بیا به تېروتنه نه‌تکراریږي؛ مونږ به یې د بیا فعالیت اجازه ورکړو.

ګارډین د څرګندونو له مخې؛ د رادیو مشرې ناجیه سروش هر راز سرغړونه رد کړې او وایي، چې دا یوه دسیسه ده.

ناجیه سروش دا هم ویلي، چې طالبانو مونږ ته وویل، چې تاسې ټنګ ټکور خپروي. مونږ هیڅ ډول ټنګ ټکور خپور کړی ندی.

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له افغانستان سره د مرستې بودجه کمه کړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ ملګرو ملتونو او بشري ادارو د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو بودجه ۳ اعشاریه ۲ میلیارد دالرو ته راټیټه کړه، چې د تېر کال پر پرتله ۴ اعشاریه ۶ میلیارد دالره کمه شوې ده.

رویترز راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ښځینه مرستندویه کارکوونکیو د محدودیتونو په پایله کې “د عملیاتي شرایطو بدلون” د بیاکتنې له پلان سره مرسته کړې.

اسلامي امارت افغان میرمنې د انجو ګانو او ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي.

مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې دا کار به د مرستو رسولو بهیر نور هم اغېز من کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین دی، چې دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

ځینو بشري چارواکو او ډیپلوماتانو خبرداری ورکړی چې د نړیوال بحران او اقتصادي لومړیتوبونو د ارزونې لپاره د ښځینه کارکونکو او تمویل کونکو حکومتونو په اړه د IEA محدودیتونو له امله افغانستان ته د تمویل احتمالي کمښت خبرداری ورکړی.

اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د تعدیل شوې بودجې څومره برخه به د بهرنیو تمویلونکیو لخوا تمویل شي.

په ۲۰۲۲ کې د افغانستان لپاره نړیواله بشردوستانه غوښتنه ۴.۴ میلیارد دالره وه، چې شاوخوا ۳ اعشاریه ۲ میلیارد دالر یې ترلاسه کړل.

د دغې ټولنې د څرګندونونو له مخې؛ له تېر کال راپدیخوا د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د اپریل په میاشت کې وړاندویېنه کړې وه، چې که په مرستو کې ۳۰ سلنه کموالی راشي؛ نو د افغانستان اقتصاد به له سقوط سره مخ او انفلاسیون به لوړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان مرستیال والي په موټر بم چاودنه کې ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د بدخشان سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې نن سهار (د غبرګولي ۱۶ ) په فیض‌آباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د دغه ولایت د مرستیال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د فيض‌آباد ښار د محکمې په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ويلي، چاودنه د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست مولوي نثار احمد احمدي پر موټر شوې ده.

نوموړی وايي، چې په دې برید کې شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړې، چې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او په‌دې اړه کشفي او استخباراتي ارګانونو له لوري نورې پلټنې روانې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.

عيني شاهدانو ويلي، چې په دې موټر بم چاودنه کې مرستيال والي او د هغه موټر چلوونکى وژل شوي او يو شمېر نور ملکي وګړي ټپيان دي.

له‌دې مخکې هم د دغه ولايت امنيه قومندان او د کانونو رييس په ورته چاودنو کې وژل شوي وه.

نثار احمد احمدي د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا د بدخشان والي د مرستیال په توګه کار کاوه او په دې وروستیو کې د والي د نشتوالي له کبله د دغه ولایت د سرپرست دنده هم ور پر غاړه وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په کندهار کې د میرمنو په ګډون فعالیتونه بیا پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د ناروې د کډوالو شورا په ډاګه کړې، چې په کندهار ولایت کې یې د ښځینه او نرینه کارکوونکیو په ګډون خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي؛ ښځې وتوانېدلې، چې په کندهار او د افغانستان په يو شمېر نورو سيمو کې خپل بشري فعاليتونه بيا پيل کړي او د دوى بشري مرستې د نرينه او ښځينه همکارانو، نجونو او هلکانو له مساوي ونډې سره تر سره کیږي.

 د ناروې د کډوالو شورا رییس یان اګلند وایي: زه خوشحاله یم، چې دا تائیدوم، چې مونږ په کندهار کې او همدارنګه د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې خپل ډېري بشري عملیات بیا پیل کړي دي. زمونږ ټول کار د نرینه وو، ښځو، نجونو او هلکانو لپاره یو شان دی او د ښځو او نرینه وو پر مساوي ګډون روان دی.

 یو شمېر حقوق پوهان د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه خورا مهمه ګڼي او له اسلامي امارته غواړي، چې ټولو ښځو ته په ملي او نړیوالو ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي، چې له افغانستان سره د دې ټولنې مرستې کمې شوي دي.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او د ځینو محدودیتونو لاملونه د بېوزلۍ د پراخېدو لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو اعلان کړی و، چې د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر زیانمن کړی او له ښځینه کارکوونکیو پرته نه‌شي کولی خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!