Connect with us

تازه خبرونه

په روژه کې میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي – اوچا

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې هېواد کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د روژې میاشتې له رارسېدو سره په افغانستان کې میلیونونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهیږي، چې خپل راتلونکی خواړه به له چا ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د کب دولسمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې هېواد کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اوچا زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې ۳.۱ میلیون خلک په بېړني حالت کې دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې  بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو خلکو مخ پر زیاتیدونکي شمېر ته د رسېدنې لپاره د بودجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اړمنو خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۹ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده، چې اوس یوازې ۹.۹ میلیون ډالر مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

تازه خبرونه

د ټرمپ حکومت له افغانانو ملاتړ پروګرام پای ته رسوي

د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

Published

on

د ټرمپ حکومت د لنډمهاله ملاتړ پروګرام، چې له افغانستان څخه زرګونو خلکو ته یې خوندي ایستل وړاندې کول؛ پای ته رسوي.

د کورني امنیت وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا پروګرام به د جولای پر دولسمه پای ته ورسوي.

د TPS پروګرام مهاجرینو ته اجازه ورکوي، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو مسلو له کبله خپلو هېوادونو ته ستنېدا یې خوندي نده؛ نو د ایستلو پرمهال لنډمهاله معافیت او د کار جواز ترلاسه کوي.  

د فډرالي احصائیو له مخې؛ د تېر کال پر پرتله له ۸ زره څخه ډېر افغانان د TPS لپاره تائید شوي دي.

TPS د وروستی ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره تمدید شو او ټاکل شوې وه، چې په می کې پای ته ورسیږي؛ خو که د ټرمپ حکومت یې د بل تمدید پرېکړه ونکړي.

AfghanEvac  هغه ډله ده، چې د افغانانو په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي. دې ډلې په ایکس پاڼه کې لیکلي: “دا پرېکړه  د منلو نده او څپه‌ییزې اوږدمهاله اغېزې به ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

کورني پانګوال د حاجیګک په اوسپنې کان کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه کوي

دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوه‌ویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۳, ۱۴۰۴

یو شمېر کورنیو پانګوالو اعلان کړی، چې غواړي د حاجیګک د اوسپنې کان د یو بلاک د سپړلو او کېندنې لپاره په ۳ پړاوونو کې ۶۵۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

دا اعلان د دوشنبې پر ورځ( د غویی دوه‌ویشتمه) د دغو پانګوالو او د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ په لیدنه کې رامنځته شو.

د دغو پانګوالو د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه به له یوه بهرني شرکت سره په ګډه او مسلکي توګه پلي شي.

د کانونو پر کېندنې سربېره په هېواد کې د اسفنجي اوسپنې د پروسس کولو لپاره یوه کارخونه هم جوړیږي، چې له نړیوالو معیارونو سره سم او د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو به فعالیت وکړي.

دا کارخونه به د ورځني د اسفنجي اوسپنې د ۹ زره ټنو د پروسس ظرفیت ولري او د شمس اوسپنې په انګټونو کې به یې تولید د هېواد کورني اړتیاوې پوره کړي. همدارنګه دا پروژه به په مستقیم ډول د ۶  زره کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ملا عبدالغني برادر د دې پلان د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پانګوالو سره ګډ کار وکړي او د پرمختګ راپورونه وړاندې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ

دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمه‌ییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

Published

on

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.

دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمه‌ییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

د دې کنفرانس موخه د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.

تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.

په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه  ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!