تازه خبرونه

په سالنګ تونل کې له اورلګېدنې ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي

Published

on

د فواید عامې وزارت د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ په سالنګ تونل کې له اور لګېدنې ۱۲ کسان مړه، ۳۷ ټپیان او یو شمېر موټر سوځېدلي دي.

په سالنګ تونل کې د اوښتي تيلر موټر اور نن سهار اته بجې مهار او د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل او له بغلان او پروان ولايتونو څخه ور راغليو د ژغورنې ډلو په تونل کې دننه د مړو، ټپیانو او سوځېدلیو وسايط راایستل روان ساتلي دي.

د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ ۱۲ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان دي؛ خو د زیانمنو کسانو شمېر د بدلون په حال کې دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د شنبې پر شپه د پروان ولایت په سالنګ تونل کې دننه اور ولګېد او یوه وحشتناکه پېښه یې رامنخټه کړې ده.

د پروان ولایت د والي ویاند حکمت الله شمیم ویلي؛ دغه وحشتناکه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې په سالنګ تونل کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي ويلي، په سالنګ تونل کې د اور لګېدنې له امله د وژل شویو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی او ۳۲ نور ټپیان دي.

د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې او له هېوادوالو غوښتل شوي، چې د ټولګټو وزارت تر بيا خبرتيا له تګ راتګ څخه ډډه وکړئ.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د مرکزي قول اردو غړي مرستې ته لېږل شوي او لسګونه کسان یې  ژغورلي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ د سالنګ د اور لګيدنې د پېښې ټپيانو او په تونل کې بند مسافرو ته تېره شپه ناوخته د عامې روغتيا وزير داکتر قلندر عباد پر مشرۍ عاجل روغتيايي او د ژغورنې خدمات ورسېدل او ډېري بند پاتي مسافر ژوندي را وويستل شول.

د سالنګ د پېښې سوځېدلي مسافر د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي ډلو له لوري د کابل، بغلان او پروان مجهزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 

ځینو نورو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د تلفاتو شمېر له هغه څه څخه ډېر دی، چې چارواکو ویلي دي.

د سالنګ تونل، چې د بحر له سطحې ۳۰۰۰ متره لوړ دی، کابل له شمالي ولایتونو سره نښلوي.

Trending

Exit mobile version