Connect with us

نړۍ

په سریلانکا کې د خلکو لاریونونو ولسمشر او لومړی وزیر ګوښه کېدو ته اړ کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۱)

د سريلانکا د اقتصادي او سياسي وضعيت پر ضد د خلکو پراخو لاريونونو د دغه هېواد ولسمشر او لومړی وزير له خپلو دندو ګوښه کېدو ته اړکړل.

د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګهـ تویت کړی، چې د حکومت د فعالیتونو د دوام او د هېوادوالو د روغتیایي خوندیتوب لپاره به د مشرانو او بېلابېلو ګوندونو د مشورې پر بنسټ له خپلې دندې استعفا وکړم.

دغه راز تطره ورځ د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په ډاګه کړه، چې د جولای پر دیارلسمه به خپله استعفا وړاندې کړي.

د دغه هېواد د پارلمان مشر هم اعلان کړی، چې د سریلانکا ولسمشر به د چارشنبې پر ورځ (د جولای ۱۳) استعفا وکړي.

په سریلانکا کې له سخت اقتصادي بحران او د اړتیا وړ توکو له کمښت وروسته د دغه هېواد پر ولسمشر او لومړي وزیر د استعفا لپاره فشارونه زیات شوي دي.

په زرګونه لاریونکوونکیو پرون (شنبه د چنګاښ ۱۸) د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته ننوتل او د راجاپاکسا پر استوګنځي یې برید وکړ.

خپاره شوي انځورونه ښیې، چې د سریلانکا د ولسمشر د استوګنې په حوض کې د لامبو زنو ګڼه ګوڼه ده؛ خو لاریونکوونکیو د لومړي وزیر کور ته اور ورته کړ.

د سريلانکا ولسمشر په داسې حال کې له کوره تېښته کړې، چې د دغه هېواد لومړي وزير ويلي؛ سريلانکا د تېلو، ګازو، برښنا او خوراکي توکو پر کمښت سربېره له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده.

هغه زياته کړې: زمونږ اقتصاد په بشپړه توګه له سقوط سره مخ دی. موږ ان د تېلو د واردولو لګښت هم نشو ادا کولی او حکومت د دغه بحران د مخنیوي فرصت له لاسه ورکړی دی.

په سریلانکا کې د ستر اقتصادي بحران پر ضد په مظاهرو کې د دوه پولیسو په ګډون ۳۹ کسان وژل شوي دي.

نړۍ

د تركيې په پلازمېنه كې ځانمرګي بريد دوه کسان ټپيان كړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)

د راپورونو له مخې؛ یوه ځانمرګي بریدګر د یکشنبې پر ورځ د ترکیې د پلازمېنې انقرې په زړه کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه خپل چاودېدونکي توکي وچول.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دوه‌ییم بریدګر له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت دغه برید «ترهګریز برید» بللی، ګې په کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي: دوه ترهګرو نن سهار ۹:۳۰ بجې په یوه سپک پوځي موټر کې د کورنیو چارو وزارت د امنیت عمومي ریاست د دروازې مخې ته راغلل او بمي چاودنه یې وکړه.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په X  پاڼه کې لیکلي، چې وزارت ته نږدې په برید کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی نه‌دی.

دا له ۲۰۱۶ ز. کال راپدیخوا په ترکیه کې لومړۍ بمي چاودنه ده.

Continue Reading

نړۍ

د لنډمهاله بودجې له تصویبېدو سره د امریکا د حکومتي چارو د بندېدو مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)

د امریکا مشرانو جرګې د شنبې پر ورځ ناوخته د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو پر ملاتړ د لنډمهالې بودجې له تصویبېدو سره د امریکا د فدرالي حکومت د چارو د بندېرو مخه ونیوله.

مشرانو جرګې د دیموکراتاتو پر ملاتړ ۸۸ موافقې او ۹ ناموافقو رایو اړوړند لایحه تصویب کړه او ولسمشر بایدن ته واستول شوه، چې د سهار له ۱۲:۰۱ دقیقې مخکې لاسلیک شوه.

له دې مخکې دا طرحه په ولسي جرګه کې له مخالفت سره مخ شوې وه.‌

د راتلونکې نومبر میاشت تر نیمايي د فدرال ادارو د لنډمهاله بودجې دا طرحه د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي مشر کیوین مک‌کارتي وړاندې کړې وه.

مک کارتي د ګوند د سخت دریځو ټینګار، چې غوښتل یې دا لایحه باید یوازې جمهوري غوښتونکي تصویب کړي؛ یو بدلون رامنځته کړ.

د فدرالي ادارو له تړل کېدو سره لسګونه زره کسان له معاش پرته په جبري رخصتۍ ته تلل او بېلابېل دولتي خدمات به هم ټکني شوي وای.‌

دې لنډمهاله طرحې د راتلونکیو ۴۵ ورځو لپاره د جو بایدن حکومت ډاډمن کړ؛ خو په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکیو ټینګار داو، چې د فدرال ادارو لګښتونه باید راکم شي.

د سنا د اکثریت مشر چک شومر له رایې ورکولو وروسته ویلي؛ د حل لار دوه اړخیزه ده او مونږ خوښ یوو، چې مک‌کارتي په پای کې زمونږ پیغام ته غوږ ونیوه.

د یادونې ده، چې په امریکا کې مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیلېږي.

Continue Reading

نړۍ

د جمهوري غوښتونکیو بودجه ردولو د امریکا حکومت د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۸, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې سخت دریځو جمهوري غوښتونکیو د حکومت د لنډمهالي تمویل لپاره وړاندیز شوې بودجه رد کړه، چې ورسره د یکشنبې پر ورځ د فدرالي ادارو د بندېدو شونتیا تړلې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې د ۲۳۲ موافقو او ۱۹۸مخالفو رایو د ۳۰ ورځو لپاره د حکومت د بودجې د غزېدو وړاندیز رد کړ او د هغې د بندیدو پرېکړه یې وکړه. دا لایحه لګښتونه کموي او مهاجرت به محدود کړي.

جمهوري غوښتونکي د ۲۲۱ غړیو پر لرلو ولسي جرګه څاري. که د یکشنبه د ورځې د شرقي وخت تر ۱۲:۰۱ پورې ونه‌غزول شي؛ نو ملي پارکونه، تر۴ میلیون فدرالي کارمندانو معاشونه او هر څه له مالي څارنې نیولې تر پوهنیزو څېړنو پورې هرڅه به ودرول شي.

له رایې ورکولو وروسته د ولسي جرګې رییس کیون مک کارتي وویل، چې جرګه اوس هم کولی شي د محافظه کارو پالیسیو پرته، چې دیموکراتان یې له ځانه ګوښه کړي؛ د بودجې تمدید تصویب کړي، خو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه. تمه ده، چې دغه پارلمان به د شنبې پر ورځ لا زیاتې رایې واچوي.

هغه خبریالانو ته وویل: له کاره لاس پرسر کېدا یوازې د ناکامۍ معنا لري.

دا څرګنده نده، چې آیا مشرانو جرګه یا سنا به پخپل وخت عمل وکړي او که نه. جرګه باید د شنبې پر ماسپښین دوه ګوندیزه لایحه، چې د نومبره تر ۱۷ به حکومت تمویلوي ؛ بیا کتنه وکړي، خو د کړنلارې له مخې د سې شنبې تر ورځې پورې به وروستۍ رایې وځنډوي.

د امریکا د خزانې وزیر جینت یلن د جمعې پر ورځ ویلي، چې د حکومتي کارونو د بندېدا شونتیا به د امریکا اقتصادي پرمختګ او کوچنۍ سوداګري او د ماشومانو پروګرامونه اغېزمن کړي او کولی شي د سترو بېخبناوو بیا رغونه وځنډوي.

دا به په تېره یوه لسیزه کې د بودجې څلورم خنډ او ځنډ وي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به وسله‌والو ځواکونو ته درانده زیانونه واړوي.

دیموکرات بایدن د مارک میلي د تقاعد په مراسمو کې ویلي: مونږ په داسې حال کې، چې سرتېرو مو ځانونه سبر کړي سیاست وکړو.دا له وظیفې څخه په کلکه سرغړونه ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!