بلخ @ps
په سمنګانو کې درې تنه سړیتښتوونکي نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت ریاست په سمنګانو کې د درې تنو سړي تښتوونکیو له نیولو خبر ورکوي.
د دغه بنسټ په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې دغه درې تنه د سمنګانو په مرکز ایبکو کې نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو نجیب الله نومی قصاب نیولی و او بیا یې وژلی دی.
دوی د نوموړي قصاب مړی په ایبکو کې ډېر پټ ښخ کړی و.
نیول شویو کسانو خپل تر سره کړی جرم منلی دی.