نړۍ

په سوریه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي ووژل شول

رویټرز راپور ورکړ، چې د اوکټوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسرائیلي ملکي وګړو او سرتېرو له برید راپدېخوا اسرائیل، په سوریه کې پر ایراني ملاتړو ملیشو خپل بریدونه زیات کړي او د سوریې هوایي دفاع او ځواکونه یې هم پر نښه کړي دي.

Published

on

 د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ ناوخته د سوریې حما سیمې په یوه لوی پوځي څېړنیز مرکز کې د اسرائیلو د څو بریدونه له کبله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل ي.

رویټرز راپور ورکړ، چې د اوکټوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسرائیلي ملکي وګړو او سرتېرو له برید راپدېخوا اسرائیل، په سوریه کې پر ایراني ملاتړو ملیشو خپل بریدونه زیات کړي او د سوریې هوایي دفاع او ځواکونه یې هم پر نښه کړي دي.

د سوریې دولتي خبري سرچینې د یوه سیمه‌ییز روغتیايي چارواکي له قوله ویلي، چې د مصیاف ښار په شاوخوا کې یې د یکشنبې له بریدونو وروسته ۱۳ کسان ټپیان کړي هم دي، چې د ګڼو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوه سیمه‌ییزو استخباراتي سرچینو ویلي؛ د کیمیاوي وسلو د تولید یو لوی پوځي مرکز، چې د مصیاف په سیمه کې موقعیت لري تر بریدونو لاندې راغلی.

په راپور کې ویل شوي؛ په دې برید کې د ایران د پوځي کارپوهانو یوه ډله، چې د وسلو د تولیدوونکیو ګومان پرې کېده تر برید لاندې راغلي.

د سوریې دولتي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د بریدونو له کبله دوه ځایه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې اور وژونکي یې د مهارولو هڅې کوي.

د اسرائیلو لخوا پر دې برید هم نورو بریدونو ته ورته کومه تبصره نده شوې.

Trending

Exit mobile version