سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې د ایران دوهیم پوځي سلاکار ووژل شو

د ایران نیمه رسمي خبري آژانس مهر نن ( یکشنبه د وري دیالسمه ) خبر ورکړ، چې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د سپاه پاسداران یو پوځي سلاکار دمشق ته نږدې له ټپونو ساه ورکړه.
د مهر د څرګندونو له مخې؛ د جمعې پر ورځ سهار مهال مقداد مقداني د اسرائیلو په برید کې ټپي شو او د سپاه پاسداران یو بل افسر وژل شوی و.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي: د جمعې د ورځې په شپږم هوايي برید کې، چې تېره اوونۍ ترسره شوی و؛ د سپاه پاسداران یو بل سلاکار میلاد حیدري او یو بل پوځي افسر هم وژل شوی دی.
د سوریې پوځ د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې نن سهار اسرائیلو د حمص ولایت په څنډو کې یو شمېر سیمې بمبارد کړې؛ خو لویدیځو استخباراتي سرچینو ویلي؛ په دې هوایي برید کې هغه اډې وویشتل شوې، چې ایراني پوځیان په کې دي.
د دغه برید د تلفاتو او زیانونو جزئیات خپاره شوي ندي.
اسراییل له کلونو راپدیخوا په سوریه کې له ایران سره پر تړلیو اهدافو بریدونه کوي؛ ځکه، چې له ۲۰۱۱ ږ. کال راپدیخوا د سوریې په کورنۍ جګړه کې د تهران نفوذ وده کړې ده.
ایران وايي؛ په سوریه کې د دمشق پر بلنه د دوی افسران د سلاکارانو په توګه دنده ترسره کوي.
په سوریه کې د جګړې پر مهال د دې ادارې د لوړ پوړیو افسرانو په ګډون د سپاه پاسداران انقلاب لسګونه غړي وژل شوي دي.
سپاه پاسداران د جمعې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو بریدونه به بې ځوابه پاتې نهشي.
سیمه ییز خبرونه
د پوهنې وزیر او رئیسانو په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره وکتل

د پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۴ ) د دې وزارت وزیر مولوي هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رییسانو سره یو ځای د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه مولوي هبةالله آخوندزاده سره کتلي دي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ولایتونو د پوهنې رییسانو هر یو د پوهنې په برخه کې خپل اصلاحي پلانونه، لاسته راوړنې، پرمختګونه، ستونزې او وړاندیزونه د اسلامي امارت له مشر سره شریک کړل.
سیمه ییز خبرونه
ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل

د یو شمېر ولایتونو والیان او د سکتوري وزارتونو استازي په کابل کې د یوه مرستندویه بنسټ لخوا را وبلل شول، چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیا رغونې په برخو کې خپل لومړیتوبونه او اړتیاوې شریکې کړي.
چارواکو ویلي، چې ولایتونه سختو جګړو ځپلي او په تېرو شل کلونو کې ولایتي پروژې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او په عمل کې هیڅ کار نهدی شوی.
مرستندویانو سره د لومړیتوبونو د شریکولو په ګډه غونډه کې د بامیان ولایت والي ویلي، چې په تېرو شل کلونو کې دولتي او نادولتي مرستندویو بنسټونو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هیڅ بنسټیز کار نهدی کړی.
ده د بامیانو یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې روغتیا، پوهنې، کرنې او بیا رغونې ته جدې اړتیا ده او مرستندویه بنسټونه باید له حکومت سره همکار پاتې شي.
د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي وایي: په تېر کې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د موسسو لخوا هیڅ خدمت نهدی شوی او حکومت باید د دې ستونزو د حل کولو لپاره دقیق پروګرامونه جوړ کړي.
د پوهنې وزارت د د ینې زدهکړو او دارالایتامونو عمومې رییس ویلي، چې په لریو پرتو ولسوالیو کې د زدهکړي بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی.
د پوهنې وزارت د دیني زدهکړو عمومي رییس عبدالرازق صدیقي ویلي: زمونږ د زدهکړو په سیستم کې ډېرې ستونز دي او دې ته باید جدي پاملرنه تر سره شي او حکومت باید لهدې موضوع سره پوره برخورد وکړي.
په دې غونډه کې د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنست استازي انجنیر محمد خالد ژمنه وکړه، چې په ټولو ولایتونو کې به دارالایتامونه جوړوي او د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې به د خلکو او دولت لاسنیوی کوي.
د زابل ، میدان وردګ، بامیان، پروان، خوست، غزني او نورو ولایتونو مسوولین له کورنیو مرستندویانو غواړي، چې په دې نازکو شرایطو کې د هېواد په رغونه کې پراخه ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته زیاترو مرستندویو بنسټونو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي دي او د بیا رغونې چارې هم پیکه شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
په هند کې د ریلګاډي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي

د یکشنبې پر ورځ په هند کې د ریلګاډو له ټکر وروسته ژغورونکي او د کورنیو غړي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ لږ تر لږه ۲۸۸ کسان د جمعې پر ورځ هغه مهال مړه شول، چې یو مسافر وړونکي ریلګاډی د ختیځ اودیشا ایالت بالاسور ولسوالۍ ته نږدې له یوه بل ریلګاډي سره ټکر شو.
پېنځه نور جسدونه هغه ښوونځي ته وړل شوي، چې د یکشنبې پر سهار د پېښې ځای ته نږدې د سړخونې په توګه کارول کیده.
یو روغتیایی کارکونکی ویلي: مونږ نه پوهیږو، چې نور څومره جسدونه راځي.
د هند د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې په ورځ کې له ۱۳ میلیون ډېر مسافر لېږدول کیږي؛ خو د پخوانیو بېخبناوو له کبله د خوندیتوب ښه تاریخ نهلري.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د شنبې پر ورځ د پېښې ځای ته ورغی او له ژغورونکیو سره یې خبرې وکړې.
هغه د ریلګاډي د واګونونو له بېلابېلو برخو هم کتنه کړې او له شاوخوا ۱۲۰۰ ټپیانو سره یې لیدلي هم دي.
د سویل ختیځ د اوسپنې پټلۍ ریاست ویلي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې پېښه په سیګنال کې د خرابۍ له کبله رامنځته شوې ده.
د لویدیځ بنګال ایالت څخه بایساخي دار، چې د خپل میړه په لټه کې وه، ویلي، چې پولیسو مونږ ته زنګ وواهه او له مونږ څخه یې وغوښتل، چې راشو.
هغې زیاته کړې، چې د مېړه بکس او موبايل يې موندل شوی؛ خو په اړه يې نور معلومات نهلري.
د اوسپنې پټلۍ وزارت تویت کړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې له زر څخه زیاتو خلکو برخه اخیستې ده.
د اورګاډي وزیر اشویني وایشناو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مړو شویو کسانو کورنیو ته به یو میلیون روپۍ (۱۲۰۰ دالر) د تاوان په توګه ورکړ شي. په داسې حال کې، چې جدي ټپیان شوي به دوه سوه زره روپۍ او هغه کسان، چې لږ ژوبل شوي پنځوس زره روپۍ ترلاسه کړي.
-
سوداگري4 days ago
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ امر کړی
-
سوداگري5 days ago
اسلامي امارت د سرپل د کانونو پر استخراج د پانګونې نوی ډاډ څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هند کې د ریلګاډي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل
-
سوداگري4 days ago
ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو خبرې وکړې
-
سوداگري2 days ago
له هوايي ډګرونو هره ورځ ۲۰ نړیوالې الوتنې ترسره کېږي – ترانسپورت وزارت
-
سوداگري2 days ago
د وارداتي برښنا د پورونو ډېره برخه ورکړ شوې ده – د افغانستان برښنا شرکت
-
لوبی14 hours ago
د افغانستان او هند تر منځ د کرکت د سیالیو د ځنډیدو خبرونه ورکړ شول