تازه خبرونه

په سوس کې د ا.ا پلاوي او مرستندویه موسسو پر بشري مرستو ټینګار څرګند کړه

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۰

په سویس کې د نادولتي مرستندویه مؤسسو او د هغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره د اسلامي امارت د پلاوي غونډه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده.

په دې درې ماده ییزې اعلامیه کې د اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي نه یوازې له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو د دوام، بلکې په دې اړه یې د شفافیت رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.

د اسلامي امارت یو پلاوی، چې سویس ته د ژنیوغږ  نادولتي مرستندویه مؤسسې پر بلنه تللی و؛ کابو یوه اوونۍ یې د یو شمېر نادولتي مرستندویه مؤسسو له مسوولینو او ځینو دولتي چارواکو سره وکتل. د لیدنو په پای کې دواړو لوریو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په سویس کې د اسلامي امارت د پلاوي او د ژنیو غږ بنسټ د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د مرستو په اړه یو روڼ او ځواب ویونکی بهیر پیل کړي او له اوسنیو اړتیاوو سره سمې مرستې وکړي. دغه راز له مونږ سره په داسې چوکاټ خبرې وکړي، چې بشري مرستې په ګټوره توګه ترسره شي.

له بلې خوا د ژنیو غږ نادولتي موسسې، چې د اسلامي امارت پلاوی یې سویس ته بللی و، په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په دې اعلامیه کې د افغانستان د ټولو خلکو د ژغورنې په اړه او ټولو ته د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو پر رسولو ټينګار شوی دی.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي کړکېچ اندېښنه ښودلې او وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د ۴ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالرو څخه یوازې ۹ سلنه یې دغه سازمان ته تللي دي.

نوموړی وایي: د افغانستان د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د بشردوستانه غبرګون پلان، چې له ۲۲ میلیون څخه ډېر نرینه، ښځې او ماشومان په پام کې نیولي؛ ۴.۴ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري او له بده مرغه یوازې ۹ سلنه بودجه ورکړ شوې ده، چې شاوخوا ۴۱۹ میلیون ډالره کیږي.

د نړیوالو احصائیو له مخې، په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته، د هېواد نیمايي وګړي له اقتصادي بحران او لوږې سره مخ دي.

نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو تل خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی او که افغانانو ته پخپل وخت مرستې ونه رسيږي؛ بشري ناورین به رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version