Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې؛ د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کې د ديورند پر فرضي کرښه د باروړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره يوه نارسمي لار پرانستل شوه.

د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د هېواد پر کچه پر لوی سوداګريز بندر د ورځې سلګونه لوی باروړونکي موټر، چې د کرښې دواړو لوریو ته اوړي او رااوړي؛ ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او باروړونکي موټر ډېر ځنډېدل، چې د سوداګريزو توکو د خرابېدو او او ناوخته رسېدو سبب ګرځېدل، نو د همدې ستونزې د اوارۍ لپاره افغان او پاکستانيو سوداګرو له حکومتونو څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، چې په پای کې  پر فرضی کرښه يوه نارسمي لار پرانستل شوه او په سوداګريزو چارو کې یې آسانتياوې رامنځته کړې .

 سوداګر وايي، چې دې لارې دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

 د سوداګرو د څرګندونو له مخې؛ پر عمومي لار د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله لوی موټر پر ورځو ورځو  دریدلي وي، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده. د لويو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا نېک اقدام ستايي او په دې برخه کې د نور پر مختګ هيله من دي .

د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې او پانګونې رييس حاجي محمد صديق وایي: له پاکستان سره پرسرحد مو دروازه فعاله او ودروله؛ پرهغه بلې ډېر رش وي، څلور یا پېنځه ساعته به زمونږ ترانزيت موټرو تېرول. د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان او افغانستان سوداګر سره کېناستل نوې دروازه يې مونږ ته راخلاصه کړه.

پر دې لار د لويو باروړونکیو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا کړنه ستايي او وايي، اوس يې تر ډېره د تګ او راتګ په وخت کې ستونزې حل شوي دي.

موټر چلوونکی عبدالجبار وایي: مخکې مونږ ته ډېر مشکلات ول. اوس ان شاالله نه رش شته نه‌شته؛ ښه په امنيت اوړو او ښه په امنیت رااوړو.

د سپين بولدک اوسيدونکي هم په سوداګريزو چارو کې د حکومتونو ترمنځ د نورو مثبتو پرمختګونو غوښتونکي دي او دا کړنه د سوداګريزو چارو د پراختيا لامل ګڼي .

دسپين بولدک اوسيدونکی کمال الدين ویلي: زما په اند که دلته د تجارنو لپاره ستونزې حل شي؛ دوی ته آسانتياوې رامنځ ته شي، دلته به پر زياته کچه خلک تجارت ته وهڅول شي. د سپين بولدک له لارې، چې کوم عايد ۶۰ فيصده یا ۷۰ فيصده و اوس به ۸۰ یا ۹۰ فيصدو ته پورته شي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د سويل لويديخې حوزې د سوداګرۍ خونو د مشرانو او د کندهار د اړوند دولتي مسوولينو تر منځ هم د دې حوزې د تازه او وچو ميوو د صادراتو له پيل مخکې د ستونزو پر اواري غونډه جوړه شوې وه، چې دولتي مسوولينو په دې برخه کې د هر راز همکارې ډاډد ورکړی و.

سیمه ییز خبرونه

مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

مصر د غزې د اوربند د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړ، چې په کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د اسرائیلو د پوځ وتل رانغاړي؛ خو اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې مصر د غزې د اوربند د تړون د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی. دا وړاندیز د مارچ پر اته‌لسمه د اسرائیلو لخوا د حماس وسلوالو پر وړاندې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل وروسته د تاوتریخوالي د زیاتوالي وروسته رامنځته کیږي، چې له ۱۵ میاشتو جګړې وروسته یې د نسبي ارامۍ دوه میاشتنۍ دوره پای ته ورسوله.

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.

د مصر په وړاندیز کې د حماس لخوا هره اوونۍ د پېنځه اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کول رانغاړي. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل به د لومړۍ اوونۍ وروسته د اوربند دوه‌یم پړاو پلی کړي.

حماس اوس هم ۵۹ یرغمل لري، چې احتمال لري ۲۴ یې ژوندي وي.

د امریکا او حماس لخوا پدې وړاندیز هوکړه شوې ده؛ خو اسرائیلو تر اوسه ځواب ندی ورکړی.

د مصر په پلان کې له غزې څخه د اسرائیلو د بشپړ پوځي وتلو مهالوېش هم شته، چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه د امریکا له تضمینونو وروسته به وي.

حماس اسرائیل د جنورۍ د اوربند د تړون پر سرغړونه تورن کړی؛ خو اعلان یې کړی، چې د اوربند د نوي کولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی.

Continue Reading

څار

له ایران سره د خبرو وړاندیز له پوځي اقدام څخه د مخنیوي یوه هڅه ده – د امریکا سفیر

ویټکوف فاکس نیوز ته ویلي: “مونږ اړتیا نلرو، چې هرڅه پر پوځي بڼه حل کړو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د ایران له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌یی سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیلیفوني اړیکه له پوځي اقدام څخه د مخنیوي یوه هڅه وه.

ویټکوف فاکس نیوز ته ویلي: “مونږ اړتیا نلرو، چې هرڅه پر پوځي بڼه حل کړو.”

زمونږ نغوته(اشاره) ایران ته دا ده؛ راځئ سره کښینو او وګورو، چې آیا مونږ کولی شو د خبرو اترو، د ډیپلوماسۍ له لارې سم ځای ته ورسیږو.که وکولی شو؛ د دې کار ترسره کولو ته چمتو یوو.

ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وویل، چې هغه خامنه‌يي ته یو لیک لیږلی او خبرداری یې ورکړی، چې “له ایران سره د معاملې لپاره دوه لارې شته؛ پوځي یا تاسې هوکړه وکړئ.”

خامنه‌یي د امریکا د مذاکراتو وړاندیز “دوکه” یاده کړه او وایي، چې د ټرمپ له حکومت سره خبرې اترې به “د بندیزونو غوټه نوره هم ټینګه او پر ایران به فشار زیات کړي.”

دغه لیک یوه اوونۍ مخکې د قطر استازي تهران ته وړاندې کړ.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې پر ورځ وویل، چې تهران به ډېر ژر د لیک “ګواښونو او فرصتونو” ته ځواب ووایی.

هغه د یکشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې له امریکا سره خبرې اترې تر هغې ناشونې دي، چې واشنګټن د فشار پالیسي بدله نکړي.

دغه راز د سپینې‌ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز سي بي ایس نیوز ته ویلي، چې امریکا د ایران اټومي پروګرام “بشپړ له منځه وړل” غواړي.

نوموړي زیاته کړې: “ایران باید خپل اټومي پروګرام په داسې ډول ډډې ته کړي، چې ټوله نړۍ یې وویني.”

لکه څنګه، چې ولسمشر ټرمپ ویلي؛ دا پیښیږي. ټول غوراوي پر مېز دي او هغه وخت راغلی، چې  ایران د اټومي وسلو د لرلو له هیلې څخه په بشپړه توګه ځان لرې کړي.

تهران له اوږدې مودې راپدېخوا ویلي، چې پروګرام یې یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې مشر رافایل ګروسي تېره میاشت وویل، چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره وخت پر ختمیدو دی؛ ځکه، چې تهران د یورانیمو غني کول نږدې د وسلو تر کچې روان ساتلی دی.

که څه هم ټرمپ له تهران سره د اټومي تړون لپاره دروازه پرانیستې پرېښوده، هغه “د بشپړ فشار” کمپاین بیا پیل کړ، چې د خپلې لومړۍ دورې په بهیر کې یې ټپلی و، چې د هېواد د تېلو صادرات ورسره صفر ته راټیټ شي.

له هغه وخته، چې ټرمپ د جنورۍ پر شلمه سپینې ماڼۍ ته راستون شو؛ امریکا د ایران د تېلو د خرڅلاو پر وړاندې یې څلور پړاوه بندیزونه لګولي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

مکرون له محمد بن سلمان سره د غزې او اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړې

رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.

Published

on

(Last Updated On: )

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې خبرې کړې او دواړو پر غزه د اسرائیلو نوي بریدونه وغندل.

رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.

مکرون د ایکس پاڼې په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: ” د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره اوربند ته راستنېدل اړینه ده.”

د غزې په تړانګه کې د طبي کارکوونکو ړ څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو پوځ د چارشنبې پر ورځ پر غزه د مرګونو بریدونو د نوې څپې پر دوه‌یمه ورځ ۴۸ فلسطینیان ووژل.

د دغو بریدونو پر لومړۍ ورځ ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

مکرون ل محمد سلمان سره په خپله لیدنه کې د سعودي ولیعهد له نوښت هرکلی هم وکړ، چې د اوکراین د سولې خبرو پیل یې شونی کړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو د سوریې او لبنان په اړه هم خبرې وکړې.

مکرون ویلي: “فرانسه او سعودي عربستان ورته اهداف لري؛ یو بشپړ خپلواک لبنان او یو متحد او باثباته سوریه، چې په یوه ټولګډونه لېږد کې ښکېل دي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!