تازه خبرونه
په سپین بولډک- چمن کې پوځیانو ته له تلفاتو اوښتلو وروسته د پاکستان پر غوښتنه نښته ودرول شوه
د سرچینو د څرګندونو له مخې: نښته نن سهار (چارشنبه د تلې دوهویشتمه) شاوخوا ۴بجې د پاکستانيو پوځیانو لخوا پیل شوه؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا له پرېکنده غبرګون سره مخ شوه، چې په پایله کې یې پاکستانيو پوځیانو ته درانده تلفات واوښتل.
سیمهییزو سرچینو آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د فرضي کرښې سپین بولدک- چمن په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونواو پاکستانيو پوځیانو ترمنځ سخته نښته د پاکستان پر غوښتنه ودرول شوه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې: نښته نن سهار (چارشنبه د تلې دوهویشتمه) شاوخوا ۴بجې د پاکستانيو پوځیانو لخوا پیل شوه؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا له پرېکنده غبرګون سره مخ شوه، چې په پایله کې یې پاکستانيو پوځیانو ته درانده تلفات واوښتل.
دغه راز په سپین بولدک – چمن کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په نښته کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د سپین بولدک د رسنیو دفتر مسوول محمد علي حقمل تائید کړې، چې نښته د اوس لپاره درول شوې ده. هغه زیاته کړې، چې “افغان امنیتي ځواکونو پر لوړ مورال د دښمن له بریدونو سره مقاومت کړی او پوځیانو ته له درندو تلفاتو اړولو وروسته پاکستانیانو پخپله د جګړې د بندولو غوښتنه وکړه.”
د سپین بولدک دروازه د پاکستانيو پوځیانو څخه ونیول شوه؛ مخالف لوري ته درانده تلفات واوښتل.
دغه راز امنیتي سرچینو تائید کړې، چې امنیتي ځواکونو د نن سهار په عملیاتو کې د سپین بولډک دروازه له پاکستانيو پوځیانو څخه نیولې او په بشپړ ډول یې د سیمې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
ویل کیږي، چې د نښتو پر مهال پاکستانیو پوځیانو ته درانده تلفات اوښتي او تازه ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
