نړۍ
په عراق کې اورلګېدنې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړل
رویترز د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تېره شپه د عراق د نینوا ولایت د حمدانیه ولسوالۍ د واده په مراسمو کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.
د نینوا مرستیال والي حسن العلاق رویترز ته د ۱۱۳ کسانو له مړه کېدو کېدو پخلی کړی او دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د مړو شمېر له ۱۰۰ ډېر او ۱۵۰ نور ټپیان دي.
د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې، د ښار ژغورنې سیمهییزو چارواکو ویلي؛ اور په شمال ختیځه سیمه کې د اړوند مراسمو په بهیر د پټاکیو له چاودنو وروسته رامنځته شوی دی.
یوه ۳۴ کلن ځوان عماد یوحنا، چې له اوره پر تېښته راوتلی ویلي: مونږ وليدل، چې اور ولګېد او غړانده شو؛ هغو، چې هڅه وکړه پر راوتلو بریالي شول او هغوی، چې تم شول مړه شول.
د رویترز د خبریال ویدیو ښیي، چې اور وژونکي پر سوځېدلي تالار ګامونه پورته کوي او د ویجاړیو لوګي د څراغونو په رڼا کې ښکاري.
دولتي رسنیو ویلي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې ودانۍ د اور لګېدونکیو ودانیزو توکو څخه جوړه شوې وه، چې چټکه ونړېده.
د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي؛ تېره شپ ۱۰:۴۵ د ودونو پر تالار په داسې حال کې اور ولګېد، چې د پېښې په وخت کې سلګونه خلک حاضر ول.
ویل کیږي، چې د دغې پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.