سیمه ییز خبرونه

په غزني كې اداري فساد د كارونو د ځنډ او خرابيدو لامل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني ولايت مسوولين وايي،  د مامورينو په استخدام كې  اداري فساد د كارونو د ځنډ او خرابيدو لامل كيږي.

د غزني د والي مرستيال  محمدعلی احمدی وايي، چې په دغه ولايت كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو كميسيون د مامورينو د استخدام په وخت قومي مسايل پالي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، پر دولتي دندو د مامورينو په گمارلو كې د شفافيت نه موجوديت او فساد هغه څه دي، چې ناوړه اغېز يې پر ټولنه پريوځي.

د غزني د اداري اصلاحاتو كميسيون رييس داکترعبدالله دا نيوكې او ادعاوې بيځايه بولي او زياتوي، چې د مامورينو د استخدام پر وخت د بېلا بْلو دولتي ادارو استازي حاضر وي او پروسه په پوره شفافيت سرته رسيږي.

د دولتي مامورينو د استخدام پر وخت د وړتياوو پر ځاى د اړيكو پالل هغه ستونزه ده، چې د بېلا بېلو كميسيونو پر جوړيدو سربېره  نده حل شوې او زياتره ځوانان له دې ستونزې ځوريږي.

Trending

Exit mobile version