سیمه ییز خبرونه
په غزني کې ماین چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
نن سهار په غزني ولایت کې پر یوه تونس ډوله موتر د سړک غاړې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې د درې میرمنو په ګډون یې نهه ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې، پېښه سهار مهال ۹:۰۰ بجې غزنی ښار ته نږدې د کوتل روضې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.
دغه راز پولیسو ویلي؛ کله، چې دوی غوښتل قربانیان ولیږدوي؛ په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موتر هم د سړک غاړې ماین چاودنه کوي او دوه پولیس ترې ټپیان کیږي.
د غزني پولیسو د پېښې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.