د هوا حالاتو بدلونونه
په غزه کې جګړې د ژوندانه چاپېریال زیانمن کړی – ملګري ملتونه
د دغه راپور له مخې، چاودېدونکيو وسلو څه نا څه ۳۹ میلیون ټنه کثافات تولید کړي دي.
ملګرو ملتونو پر چاپېریال د جګړې د اغېزو په اړه په خپل راپور کې ویلي؛ په غزه کې جګړې د سیمې خاوره، اوبه او هوا ککړه کړې، د حفظ الصحې سیسټمونه ویجاړ شوي او په سلګونه ټنه چاودیدونکي توکي راټول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام لومړنۍ ارزونه ښیي، چې جګړې په غزه کې د اوبو د چاڼولو او د فاضله اوبو، لښتیو پاکولو سیسټمونه او د لمریزې برښنا پر تاسیساتو پانګونه زیانمنه کړې او د پرمختګونو مخه یې نیولې ده.
د دغه راپور له مخې، چاودېدونکيو وسلو څه نا څه ۳۹ میلیون ټنه کثافات تولید کړي دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د غزې د تړانګې په هر مټر مربع کې اوس له ۱۰۷ کیلو ګرامو څخه زیات کثافات شتون لري، چې د ۲۰۱۷ کال د عراق د موصل د جګړې پرمهال د تولید شویو کثافاتو پېنځه چنده ډېر دي.
دې ته ورته خبرونه:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
د امنیت شورا پرېکړه لیک په غزه کې د نسلي وژنې د پای ته رسولو لپاره لومړی ګام دی- اسلامي امارت
د هوا حالاتو بدلونونه
په ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د اوبو له ډېر بد ناورین سره مخ دی؛ چارواکو ویلي؛ که وچکالي دوام وکړي، نو د تهران ۱۰ میلیوني ښار به ډېر ژر له خلکو تش شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
هغه د دې ناورین پړه د تېرو حکومتونو پر ناسمو پالیسیو، اقلیمي بدلون او ډېرې کارونې اچولې ده.
کارپوهانو ويلي، چې د کلونو ناسم مدیریت، غیرقانوني څاه کېندنې او د بندونو بې پاملرنې جوړولو د اوبو په رسولو کې چټک کمښت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې تر اوسه د خلکو د لاریونونو کومه نښه نهلیدل کیږي؛ خو د اوبو کمښت پر کورنیو او د ایران زیانمن شوي اقتصاد پوره فشار راوړی دی.
د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تهران په پېنځه بنسټیزو بندونو کې د اوبو کچه تقریبا نیمایي شوې او د امیر کبیر بند یوازې ۸ سلنه ډک دی. په ټول هېواد کې ۱۹ لوی بندونه بشپړ وچ شوي دي.
په لویو ښارونو لکه مشهد او اصفهان کې اوسیدونکي د اوبو له ټیټ فشار، پرله پسې بندېدا او اغېزمن مدیریت نشتوالي څخه اندېښمن شوي؛ خو چارواکي وايي، چې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړوالی د اوبو د تبخیر علت دی.
د دغه ناورین د حل لپاره حکومت د اوبو د فشار کمولو، له نورو بندونو څخه د اکمالاتو لېږدولو او د شخصي زیرمو کارولو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي؛ خو ډېری ښاریان وايي، چې دا اقدامات کافي ندي.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اندېښنه څرګنده کړې: سره له دې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی؛ خو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته ونهبلل شو، چې ټاکل شوې دوشنبه په برازیل کې پیل شي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دې ادارې نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان له نړیوالو اړوند صندوقونو مالي او تخنیکي مرسته نده ترلاسه کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حقونه وپېژني او د افغان پلاوي لپاره په داسې غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې راغلي: “دې کنفرانس او نورو غونډو ته د افغان پلاوي نهبلل دا ثابتوي، چې ملګري ملتونه د اقلیم بدلون په اړه د افغانانو د حقونو په ډاډمنولو کې نړیوال عدالت نه مراعتوي. د افغانستان خلک حق لري، چې پخپل ګډون له خپلو اړوند حقونو دفاع وکړي.”
د یادونې ده، چې افغانستان تېر کال په آذربایجان کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی و.
د هوا حالاتو بدلونونه
د پاکستان شمال لویدیځ کې ویجاړوونکو سیلابونو د مرګ او ژوبلې وېره رامنځته کړې
دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرلهپسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.
بېساري اورښتونو او سېلابونو ټوله خیبر پښتونخوا (KP) ونیوله او په ځانګړي توګه یې د بونیر په اړوند سیمه کې د یکشنبې تر سهار لږ تر لږه ۳۳۷ کسان مړه کړي او ډېر نور ورک دي.
دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرلهپسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.
د باران دا ناڅاپي شېبه بېسارې ده او تر دې دمه لیدل شوې نهوه.
د ښوونځي یو ځایي ښوونکی عزیز احمد نومي ویلي؛ هغه شېبه یې نههېریږي، چې له ویجاړیو ډک سېلابونه له غرونو راووتل.
یوازې په بونیر کې ۲۰۷ کسان مړه شول او لسګونه نور درک او د اوبو، خټو او ډبرو لاندې، چې ډېر کورونه او کلي یې ویجاړ کړي؛ ښخ شوي دي.
لرې پرتې سیمې په ځانګړي توګه د بایشونای کلی، چې د ژغورنې د ډلو ورتګ ته پر تمه دي؛ په ویجاړیو کې دوب دی، ژوندي پاتې شوي کسانو هر څه له لاسه ورکړي او د مرستې هیله لري.
په ټوله خیبر پښتونخوا کې سېلابونو او ځمکښویېدنې کلیو او بېخبناوو ته زیان ورساوه.
د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د موسمي بدلونونو له کبله بارانونه زیات شول او لویدیځ لوري ته وګرځېدل، چې دا ویجاړۍ له اقلیم بدلون سره تړاو لري.
په یوه بل راپور کې چارواکو منلې، چې په پراخه خیبر پښتونخوا سیمه کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې، چې د چورلکو د ژغورنې هڅې له غمیزې سره مخ شوې دي؛ یوه چورلکه د مرستې پر مهال راولوېده، چې د هغې دعملې ټول پېنځه غړي مړه شول.
له دې ناورین څخه د رامنځته شوي ځاني زیانونو کچه هره ورځ مخ پر زیاتیدو ده.
د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د ۳۴۰ څخه ډېره مړینه تائید شوې او سلګونه نور ورک دي.
ټول سړکونه، کورونه او دوکانونه له منځه تللي، چې چارواکي یې ډلهییزو بېړنیو ښخولو او بېړني بشري غبرګون ته اړ کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چارواکو په ډېرو خطر لرونکو سیمو کې د بیارغونې، مالي ملاتړ او د ځای پرځای کولو د پروګرام پیلولو ژمنه کړې او د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
لوبی1 day agoد فوټبال مینهوالو ته زیری؛ آریانا ټلویزیون به د افغانستان اتلانو لیګ پېنځم پړاو د نومبر پر دوه ویشتمه خپور کړي
-
تازه خبرونه1 day agoپه پنجشېر کې د پارندې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه
-
سوداگري2 days agoافغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل


