تازه خبرونه
په غور ولایت کې سېلاب ځپلیو ته د ښارګوټي جوړولو کار پیل شو
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د خبر له مخې؛ ملا برادر په دې غونډه کې ویلي، چې په غور کې د وروستیو سیلابونو له کبله د دغه ولایت ګڼو خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
دغور ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر لهخوا د دې ولایت سېلاب ځپلیو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غور ولایت امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ښارګوټي د استوګنې ۱۰۰۰ نمرې لري، چې ۲۰۰ کوره یې د اسلامي امارت لهخوا د وروستیو سیلابونو قربانیانو ته جوړیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ښارګوټي کې د سوداګرو او صرافانو پر همکارۍ د نورو کورونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.
ملا برادر غور ولایت ته پخپل سفر کې له یو شمېر عالمانو او د دیني مدارسو له استادانو سره هم وکتل.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د خبر له مخې؛ ملا برادر په دې غونډه کې ویلي، چې په غور کې د وروستیو سیلابونو له کبله د دغه ولایت ګڼو خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخیستی او اړوند وزارتونه او ادارې هم د مرستې لپاره هڅې کوي.
په غور کې سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي او زرګونه کورنۍ زیانمن شوي دي.
ورته خبرونه:
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
