سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې ۱۶ وسله وال طالبان او دوه ملكيان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب ولايت د امنيه كوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وياند وايې:

په ميمنه ښار كې د لوى اختر په ورځ له ځانمرگي بريد وروسته د پښتونكوټ ولسوالۍ په دوه سمو كې امنيتي ځواكونه له وسله والو طالبانو سره مخ شول.

د فارياب امنيه كوماندانۍ وياند سید مسعود یعقوبی وايې:

د دې ولسوالۍ په مياندره او آقدره سيمه كې ۱۶ وسلوال مخالفين له امنيتي ځواكونو سره په نښته كې ووژل شول.

بلخوا د همدې ولايت د خان چهارباغ ولسوالۍ امنيه كوماندان له يوه ترهگريز بريد روغ ووت.

د يعقوبي په وينا:

د سه شنبې په ورځ(د لړم۹) غرمه مهال د غورماچ ولسوالۍ بازارته نږدې ماين چاودنې دوه ملكي وگړي ووژل او يو بل يې ټپي كړ.

يعقوبي په ډاگه كړه، چې:

دا د وسله والو طالبانو كاردى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى؛ خو ادعا كوي، چې په چاودنه كې ۵ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

دغه ادعا امنيتي چارواكو رد كړې ده.

طالب وياند په پښتونكوټ ولسوالۍ كې د خپلو  ملگرو پر وژل كيدو بې خبري څرگنده كړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په ميمنه ښاركې له ځانمرگي بريد وروسته وسله والو مخالفينو ته دا تر ټولو دروند گوزار دى، چې په فارياب كې د امنيتي ځواكونو له خوا وركول كيږي.

Trending

Exit mobile version