تازه خبرونه
په فاریاب کې د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۲۵ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې
په فاریاب کۍ د د طالبانو د سرې قطعې د یوه قومندان په ګدون ۲۵ وسلوالو طالب جنګیالو ته هغه مهال مرګ و زوبله واوښته، چې پر ملی امنیتي او دفاعي ځواکونو یې بریدونه وکړل.
دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې پرون مازیګر وسلوال طالبانو د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي او د فاعي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، چې د هوایي ځواکونو پر ملتیا له بشپړې ماتې سره مخ او پر شاه وتمبول شول.
په دغه نښته کې حاجی ناصر د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د پلار په ګډون ۱۴ وسلوال طالبان وژل شوی او د طالبانو د دولت آباد ولسوالۍ د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۱۱ نور مرګونی ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني والي ویاند واحدالله جمعهزاده رسنیو ته ویلي؛ پرون مازیګر د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې د ملګي وګړیو د سپرلۍ پر موتر د وسلوالو مخالفانو پر ایښودل شوي ماین وربرابر شو، چې په کې ۱۴ کسانو ته مرګ و زوبله اوښتې.