تازه خبرونه

په فاریاب کې له ماین چاودنې ۷ پولیس وژل شوي

Published

on

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې لږ تر لږه اووه پولیس وژلي دي.

د فاریاب امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې د المار ولسوالۍ په بازار د پولیسو پرهاموی ټانک چاودنه رامنځته شوې ده.

پولیسو زیاته کړې، چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و او د ملي پولیسو اووه غړي یې وژلي دي.

سیمه ییزو سرچینو منلې، چې نن المار ولسوالۍ ته ملي پولیسو اکمالات کول، چې په لاره کې پرې ماین چاودنه وشوه.

دغه راز د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې هم د ماین په چاودنه کې د اردو درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د تخار ولایتي شورا غړيو ویلي، چې پېښه نن له غرمې وروسته د ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې.

هیچا تر دې دمه د دې دواړو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version