د هوا حالاتو بدلونونه

په فرانسه او اسپانیه کې ځنګلي اور‌لګېدنو سلګونه زره کسان بې‌ځایه کړي

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

Published

on

د فرانسې او اسپانیې په بېلابېلو سیمو کې پراخ ځنګلي او ویجاړوونکي اورونه بل دي، چې له کبله یې سلګونه زره کسان کورونو پرېښودو ته اړ شوي او چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او نړیواله مرسته یې غوښتې ده.

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په فرانسه کې چارواکو د اطلس سمندر پر غاړه د «کپ فیرې» ټاپووزمې د تخلیې امر کړی؛ ځکه اورونو له لس زره هکټاره زیاته ځنګلي سیمه سوځولې ده. زرګونو اوسېدونکو او سېلانیانو ته سپارښتنه شوې، چې د سړک او کښتیو له لارې سیمه پرېږدي؛ ځکه اورونه د اور وژنې له پراخو هڅو سره – سره مخ بل پاتې دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وضعیت«ډېر سخت» بللی او حکومت د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب میکانېزم فعال کړی، چې له مخې یې د اور وژنې اضافي الوتکې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو څخه د مرستې لپاره ورغوښتل شوې دي.

په ګاونډ اسپانیه کې حکومت له هغې وروسته ملي بېړنی حالت اعلان کړ، چې اورلګېدنې د مادریډ لویدیځ او د اویلا ولایت ځینې میشت ځایونه ګواښلي دي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي څو بېلابېل اورونه په یوه لوی اور بدل شي، چې د مهارولو چارې به نورې هم ستونزمنې کړي.

د اور وژنې ځواکونه، پوځي پرسونل او د بېړنیو پېښو کارکوونکي اغېزمنو سیمو ته استول شوي؛ خو اوس هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

ساینس‌پوهانو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اقلیم بدلون په سویلي اروپا کې د سختو ګرمو څپو او د ځنګلي اورونو د رامنځته کېدا کچه او شدت زیاتوي. د دوی د څرګندونو له مخې، اوږدمهاله وچکالي او لوړې تودوخې د اورونو د خپرېدا لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

تر اوسه د اوښتو زیانونو وروستۍ ارزونه نه‌ده خپره شوې او چارواکي وايي، چې خطرناک موسمي شرایط روان دی. له همدې کبله اندېښنه شته، چې اورونه به په راتلونکو ورځو کې نور هم پراخ شي.

د بېړنیو خدمتونو ادارې بشپړ چمتووالی لری او له خلکو غواړي، چې د تخلیې لارښوونې جدي ونیسي او د اور لګېدلو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version