نړۍ

په فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووه‌لسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بې‌ثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.

Published

on

د اووه صنعتي هېوادونو د مشرانو(جي۷) سرمشریزه د دوشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه) د فرانسې په یوه ساحلي میلمستون کې پیل او یوازې څو ساعته له هغې وروسته ترسره شوه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو د لومړني پړاو هوکړه اعلان شوه.

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه به د دې درې ورځنۍ سرمشریزې(د جون له پېنځلسمې تر اووه‌لسمې) له مهمو بحثونو څخه وي. په دې غونډه کې به د اوکراین جګړه، نړیواله اقتصادي بې‌ثباتي او پر مهمو معدني سرچینو تکیه هم وڅېړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په داسې حال کې، چې ګڼ شمېر نړیوال مشران د واشنګټن د تګلارو د نه‌وړاندویېنې وړ اندېښنې څرګندوي.

د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې، د جي۷ مشران غواړي د امریکا او ایران د هوکړې جزئیات وڅېړي؛ هغه هوکړه، چې د پراخ اوربند، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل پر لوري ګام بلل کېږي.

د دې هوکړې له مخې، د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ بیا پرانیستل شي، چې دا اقدام د نړیوالې انرژۍ د بازارونو پر وضعیت د پام وړ اغېز لرلی شي.

دغه راز راپورونه ښيي، چې د دې هوکړې رسمي هوکړه‌لیک به د جمعې پر ورځ په سویس کې لاسلیک شي؛ خو د هغې بشپړ جزئیات اوس هم خپاره شوي نه‌دي.

د اروپايي ټولنې مشران، په ځانګړي توګه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هڅه کوي له دې فرصت څخه د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د اقتصادي او جیوپولیټیکو کړکېچونو د کمولو لپاره ګټه واخلي.

د جي۷ پر غړو هېوادونو سربېره د متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، برازیل، هند، کینیا او سویلي کوریا استازي هم په ځینو غونډو کې ګډون کوي، چې د وروستیو بدلونونو پر سیمه‌ییزو او نړیوالو اغېزو خبرې وکړي.

شنونکي وايي، وروستۍ پرمختیاوې ښيي، چې دا هوکړه کولی شي د وروستیو کلونو له مهمو جیوپولیټیکي بدلونونو څخه یوه رامنځته کړي او د انرژۍ بازارونو، سیمه‌ییز امنیت او د نړیوالو قدرتونو اړیکو ته جدي بدلون ورکړي.

Trending

Exit mobile version