د هوا حالاتو بدلونونه

په فراه او کندهار کې سېلابونو ۳۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سې‌شنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

Published

on

Last Updated on: کب ۸, ۱۴۰۳

د فراه او کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو چارواکو ويلي، چې په دغو دوه ولایتونو کې د سېلابونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سې‌شنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د سیار د څرګندونو له مخې؛ دا خلک د تفریح ​​لپاره د پشتکوه قلعه کاه غرونو ته تللي وه، چې ناڅاپه سېلاب لاهو کړل.

د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو هم ویلي، چې په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

دوی ویلي؛ د دې ولایت په اوومه ناحیه کې یوه ښځه او در ماشومان د خپل کور د چت د لوېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی زیاته کړې، چې د دې ولایت د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سېلابونو له کبله درې ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي.

دوه ماشومان او یو بل کس هم ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version