تازه خبرونه
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړ
په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د دوه امریکایي بندیانو له خوشې کیدو وروسته، روبیو ویلي؛ داسې راپورونه شته، چې ډیر امریکایي اتباع د اسلامي امارت لخوا نیول شوي دي. که دا رښتیا وي؛ نو واشنګټن به د اسلامي امارت پر مشرانو “ډېر لوی انعامونه” وټاکي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته خبرداری ورکړ، چې اسلامي امارت ته دې ګواښ نهپېښوي.
په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د دوه امریکایي بندیانو له خوشې کیدو وروسته، روبیو ویلي؛ داسې راپورونه شته، چې ډیر امریکایي اتباع د اسلامي امارت لخوا نیول شوي دي. که دا رښتیا وي؛ نو واشنګټن به د اسلامي امارت پر مشرانو “ډېر لوی انعامونه” وټاکي.
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ په قطر کې د اسلامي امارت سفیر نن (دوشنبه) ویلي؛ د افغان حکومت پالیسي دا ده، چې مسایل باید د خبرو اترو او تعامل له لارې حل شي.
سهیل شاهین خبرداری ورکړ: “له فشارونو او تېري سره – سره په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو جهاد یو درس دی، چې هرڅوک یې باید زدهکړي.”
شاهین دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان له زندان څخه ډیویډ لاري نومی کاناډایي د “دوست هېواد قطر” پر منځګړیتوب او له اسلامي امارت سره له مثبت تعامل وروسته خوشې شو.
