تازه خبرونه

په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې خنډیدلي

Published

on

د طالبانو له منځه ځينو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې له بګرام څخه قطر ته د شپږ طالب بندیانو د نه لیږدیدو او قطر ته د دوی  د مرکچې پلاوي د ځینو غړیو د نه رسیدو له کبله خپلمنځي خبرې ځنډیدلي دي.

په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره تخنیکي آسانتیاوې برابرې شوي او ځينې میلمانه هم د دې هېواد پلازمېنې دوحې ته رسیدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالب پلاوي ځینې غړي وار له مخه په قطر کې دي؛ خو حکومتي پلاوی اوس هم په کابل کې دي او نه وايي، چې پلاوی به یې څه وخت قطر ته ځي.

 افغان حکومت وايي، چې طالبان تر دې دمه خبرو ته چمتو ندي؛ خو طالبان وايي، چې شپږ بندیان یې اوس هم قطر ته  رسیدلي ندي.

د احمد شاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود ویلي، چې نه د سولې ډګر زمونږ دی او نه د جګړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له منځه ځينو سرچینو آریانا نیوز ته ويلي، چې له یوې خوا د دوی د پلاوي غړي د یوه څه وخت لپاره قرنطین شوي او له بلې خوا د مذاکراتو د څرنګوالي په اړه د نظرونو اختلاف د مذاکراتو ځنډ ته زمینه برابره کړې ده.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي، چې طالبانو به هیکله خبرو ته چمتو نشي؛ ځکه واک و ځواک یې تر لاسه کړی او له نړیوال مشروعیته هم برخمن شوي دي.

حکومت بیا داسې فکر کوي، چې د لوبې توپ یې د سیال ډګر ته ور ګوزار کړی دی.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د طالبانو له چمتو کیدو سره سم به دوی خپل پلاوی قطر ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ د خپل مرکچې پلاوي نوملړ اعلان کړ؛ مولوي عبدالحکیم د پلاوي مشر ټاکل شوی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان قاضي قضات و.

Trending

Exit mobile version