سیمه ییز خبرونه

په كابل كې به د كب له ۱۷ د نيالگيو كينولو بهير پيل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل ښاروال له خلكو غواړي، چې د نيالگيو په ساتلو او پاللو كې خپل  مسووليت تر سره او د خپلو كورنيو د پوهاوي د كچې د لوړولو له لارې د نيالگيو د له منځه تلو مخه ونيسي.

د كابل ښار او د دې ولايت په اړوند ولسواليو كې به د روانې مياشتې له اوولسمې نېټې څخه د شاوخوا يو ميليون ميوه لرونكيو او بې ميوو نيالگيو د كينولو بهير پيل شي.

كابل ښاروال محمديونس نو انديش د يكشنبې په ورځ(د كب۶) له خلكو وغوښتل، چې د دې ايښودونكيو نيالگيو په ساتنه او پالنه كې خپل مسووليت تر سره كړي.

يو شمېر كروندگر او بڼوال هم د نيالگيو په ساتلو او پاللو كې د خلكو همكاري اړينه بولي.

دوى له خلكو غواړي، چې د خپلو سيمو د سمورتيا لپاره نيالگي كينوي.

كابل ښاروالۍ وړاندې له دې له ټولو دوكاندارانو غوښتي ول، چې د خپلو دوكانونو مخته يو، يو نيالگى كينوي او كه كوم دوكاندار دا كار ونه كړ، نو زر افغانۍ به ترې د جريمې په توگه واخيستل شي.

د كابل ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، تېر كال په كابل كې شاوخوا درې ميليون ميوه لرونكي او بې ميوې نيالگي كينول شوي ول، چې د دغو نيالگيو شل په سلو كې له منځه تللي دي.

Trending

Exit mobile version