سیمه ییز خبرونه

په كندهاركې د سولې عالي شورا دوه يمه ناسته ترسره كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهارکې د سولې دعالی شورا دوه يمه غونډه د دې شورا د مشراستاد برهان الدين رباني، د شورا د يو شمېرنورو مشرانو، په افغانستا ن کې د آيساف د ځواکونو عمومی كوماندا ن جا ن الن  د جنوب لويديځې حوزې د اړوند ولايتونو واليانو، سلگونو مخورو او مشرانو په گډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سولې عالي شورا مشرله خلکو وغوښتل، چې د سولې د پيل شوي بهيرد پراختيا اوغښتلتيا په موخه همکاري وکړي.

په غونډه کې د ناتو ځواکونو عمومی كوماندا ن په زغرده وويل:

امريکا به هيڅ کله هم افغا نان يوازې پری نږدي.

د سولې عالي شورا څرگنده كړې، چې:

په زور او قوت هيڅ کله هم سوله نشی راتلای .

په دې غونډه کې د سولې عالی شورا مشراستاد برهان الدين رباني په هېواد ک د سولې او يووالي د ټينگښت په برخه کې د خلکو رول ارزښتناک وباله او پرخلکو يې ږغ  و كړ، چې:

په دې برخه کې له هيڅ ډول هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي.

د غونډې په بله برخه کې جنرا ل جان الن په افغانستا ن کې د ناټو ځواکونو مشروينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې تربل هروخت جدی و. ده په زغرده وويل:

د دولت هغه مخالفين، چې د سولې په بهير کې گډون نه کوي له منځه به وړل كيږي.

ده وويل که:

مخالفين دا فکر کوي، چې له ا فغانستا ن څخه د امريکايي ځواکونو په وتو به بيا هم دوی ته موقع په لاس ورځي؛ دا د دوی تش خيا ل دی، امريکا به هيڅکله هم افغانان يوازې پری نږدي .

د ولسمشر سلاکار وزير او د سولې عالي شورا غړي مولوي غلام محی الدين بلوڅ وويل، چې:

سوله په زور او قوت هيڅ کله نشی راتلای، بلکې د افغانانو د زړونو په لاس ته راوړو ترلاسه کيدی شي.

نوموړي وويل:

همدا اوس اوس د بېگناه افغانانو پرکورونو د ناټو ځواکونو لخوا چاپی وهل کيږي او داسې ځای ته بيول کيږي، چې کورنۍ يې په مياشتو مياشتو ليدلی نشي او د افغان امنيتي ځواکونو لخوا هم په ورته ډول عمل ترسره کيږي، چې په دې د سولې د راتلو پرځای د خلکو او دولت ترمنځ نور هم واټن اوږديږي.

په داسې حا ل کې د سولې عالي شورا دوه يمه حوزوي غونډه جوړيږي، چې په دې ورځو کې د کندهارپه يوشمېرولسواليو کې د دولت د مخالفينو پرضد د پلټونکيو عملياتو د پيليدو خبرې هم کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version