مهم خبرونه
په لبنان کې یوې چاودنې ۱۲ فلسطیني کډوال ټپیان کړل

رویټرز خبري سرچینې په ډاګه کړې؛ د لبنان په جنوب کې د فلسطینی کډوالو یوه کمپ ته نږدې بمی چاودنې ۱۲ کسان ژوبل کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ دغه بمي چاودنه تېره شپه د لیندۍ ۱۹ د لبنان د جنوبي ښار د صور ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه چاودنه د فلسطیني وسلوالو د کمپ د وسلو په یوه زیرمه کې د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې ده.
د لبنان دولتي ټلویزیون زیاته کړې، چې په چاودنه کې څو تنه وژل شوي، خو سیمه ییزو لبناني رسنیو ویلي، چې په دې پېښه کې چاته مرګ و ژوبله نده اوښتې.
د فلسطین اطلاعاتو مرکز خبر ورکړی، چې چاودنه د کرونا ناروغانو لپاره د یو شمېر اکسیجن بالونونو د اور لګیدو له کبله رامنځته شوې ده.
د لبنان د الوطنیه خبري آژانس د راپور له مخې؛ امنیتي ځواکونو د چاودنې ځای تر امنیتي تدابیرو راندې نیولی او کمپ ته غزېدلې ټولې لارې یې تړلې دي.
روغتيا
په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د څارويو د پوستکي د ناروغۍ په اړه د جوړې شوې علمي غونډې ګډونوالو د څارويو د پوستکي ويروس يو له خطرناکو ويروسونو ګڼي او په هېواد کې يې د خورېدو پر مخنیوي ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو؛ د عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او ښاروالۍ استازیو د دې ویروس د نښو او خطرونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دا ناروغي(lumpy skin disease) اوس د افغانستان په کونړ، ننګرهار، لغمان او سویل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست لوګر او غزني کې هم لیدل شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د استازي نصیر احمد د څرګندونو پر بنسټ، د څارویو او لبنیاتو کمېدل به د شیدو ورکوونکیو میندو او ماشومانو تغذیه کمزورې کړي.
نوموړي زیاته کړې: دا ویروس د خواړو روغتیا لپاره ستونزه ده؛ په ځانګړي توګه پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره، چې د اړوند محصولاتو له نشتوالي سره به ستونزې ولري.
دا ویروس له ناروغ حیوان څخه روغ حیوان ته د غوماشو په واسطه لېږدول کیږي؛ خو انسان پرې نه اخته کیږي.
د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځۍ مشر شېرشاه سادات ویلي؛ دا ویروس له ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو لکه لغمان، ننګرهار او کونړ څخه خپور شوی، خو دا مهال دغه ویروس واکسین نلري او د خوشبختۍ خبره دا ده، چې دا ناروغي انسانانو ته نه انتقالیږي.
دا ویروس ساري دی او د حشراتو له لارې لیږدول کیږي.
د کابل پوهنتون استاد اسدالله صمدي په دې اړه وایي: دا ویروس له یوه څاروي څخه بل ته د مچیو په واسطه لیږدول کیږي او د لیږد سرچینه باید له منځه یوړل شي؛ قرنطین او واکسین کول د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ډاډمنې لارې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي ابراهیم فروتن ویلي؛ په نږدې راتلونکې کې به په ټولو ولایتونو کې د نړیوالو موسسو پر همکارۍ د دغه ویروس د مخنیوي لپاره پراخ کمپاین پیل شي.
د حیواناتو د پوستکي ناروغي له آفريقا څخه اروپا ته رسیدلې، چې اوس یې په هند، بنګله دېش او پاکستان کې هم بیېلګې موندل شوې دي. دا ناروغي اوس د افغانستان په کونړ، ننګرهار، لغمان او سویل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست لوګر او غزني کې هم لیدل شوې ده.
تازه خبرونه
په کابل کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې ۴ داعشیان ووژل شول

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې په کابل ښار کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره د داعش د غړیو وسلواله نښته د داعشیانو پر وژل کېدو پای ته رسیدلې ده.
ذبیح مجاهد څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونو د چهارشنبې پر سهار د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په کارته سخي سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځی چاڼیز عملیات ترسره کړل.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي او یو بل هغه یې ژوندی نیول شوی دی.
نوموړي په ډاګه کړې؛ په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات د اسلامی امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ذبیح الله مجاهد دغه را څرګنده کړې؛ داعش ډلې پلان درلود، چې له دغه مرکز څخه د هېواد پر هغو شیعه وګړیو برید وکړی، چې ډېري یې د محرم په ورځو کې د کارته سخی زیارت ته راځي.
هغه د اسلامي امارت ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د کابل پولیسو له دې مخکې څرګنده کړې وه، چې په دې عملیاتو کې د یوې أولیس میرمنې په ګډون دوه امنیتي منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه نښته د چارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې شاوخوا ١١:٣٠ بجې پيل شوه او له غرمې وروسته د داعشیانو تر وژل کېدو روانه وه.
ساینس او ټیکنالوژي
چین خپل ګرځند فضایي تمځي ته بشپړ څېړنیز لابراتوار ولېږداوه

چین د وینچانګ له فضایي اډې څخه خپل ګرځند فضایي تمځي ته بشپړ څېړنیز لابراتوار ولېږداوه، چې په راتلونکیو خلایي څېړنو کې به رغنده رول ولوبوي.
د اسوشیتید پرس د څرګندونو له مخې؛ دغه وینتیان نومی لابراتوار د یکشنبې پر ورځ د های نان ولایت د استوایي تاپو له وینچانګ فضایي اډې څخه د لیواله انځورګرو او د فضا مینه والو د لوی شمېر په ګډون وتوغول شو.
د چین فضایي ادارې ویلي، چې د دوشنبې پر سهار له ۱۳ ګړیو الوتنې وروسته له خپلې سپوږمکۍ سره ونښلول شو.
د دولتي ګلوبل تایمز ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغه ۲۳ ټني دروند وینتیان د ساینسي او بیولوژيکي تجربو لپاره ډیزاین.
وینتیان به د دوه یم لابراتوار مینګتیان لخوا تر څارڼې لاندې وي، چې د اکتوبر په میاشت کې به وتوغول شي شي.
درې ستورمزلي اوسمهال په اصلي ماډل کې شپږ میاشتني ماموریت ترسره کوي او وینتیان یې تر څارنې لاندې نیولی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
په ایران کې یوه افغان لس کسان پر چړې وژلي
-
تازه خبرونه2 days ago
یو افغان په نوي مکسیکو کې د ۲ مسلمانانو پر وژلو تورن شو
-
تازه خبرونه5 days ago
د وزير محمد اکبر خان او شيرپور تر منځ د سړک جوړولو چارې پيل شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د ګرځندوی صنعت مخ پر وده روان دی
-
روغتيا3 days ago
په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه
-
روغتيا2 days ago
په چین کې پر لانګیا نومي نوي ویروس ۳۵ کسان اخته شوي
-
تازه خبرونه17 hours ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
نړۍ4 days ago
چین د تایوان په شاوخوا کې پوځي روزنیزه ننداره روانه ساتلې