تازه خبرونه

په لسګونه پوځي موټر له نامسوولو کسانو راټول شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۲)

په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې ۲۰۷ الفارق قول اردو له نامسووله کسانو څخه د خپلو پوځي وسایطو له راټولولو خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پوځي وسایطو د راټولولو کمیسیون د خپل فعالیت له پیل راپدیخوا له نامسووله وسله‌والو څخه لسګونه پوځي وسایط راټول کړي دي.

د یاد بنست د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پوځي وسایط د دې ولایتونو لرې پرتې سیمې نامسوولو خلکو لېږدولي وه.

د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې وروستيو کې له هرات، فراه او بادغيس ولايتونو څخه راټول شوي ټول وسايط دغه قول اردو ته لېږدول شوي دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په راټولو شویو موټرو کې هاموي تانګونه، ضربتي، انترنشل، کرین، رینجر او موټرسایکل شته، چې له رغونې وروسته به د قول اردوګانو په ورکشاپونو کې وساتل شي او د اړتیا په صورت کې به ترې کار اخیستل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وسايطو پر ترميم کار روان دى او هڅه کېږي، چې ټول وسايط بېرته ورغول شي او امنيتي ځواکونو ته يې وسپاري.

Trending

Exit mobile version