سیمه ییز خبرونه

په لغمان روغتون کې د یوې مور څلور ماشومان زیږیدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۱)

په لغمان کې یوې ښځې د جمعې پر ورځ د لغمان په مرکزي روغتون کې څلور ماشومان زیږولي دي.

د داکتر پاینده محمد سهاک د څرګندونو له مخې، مور او د هغې څلور ماشومان؛  درې هلکان او یوه نجلۍ، ټول ښه او له روغتیا برخمن دي.

باختر آژانس د شنبې پر ورځ د دغو ماشومانو د پلار له خولې ليکلي؛ خوښ دى، چې الله پاک ورته څلور اولادونه ورکړي دي.

د دغو ماشومانو مور او پلار د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې اوسیږي.

Trending

Exit mobile version