تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې کار پیل شو

د ریاست الوزراء دفتر نن (پنجشنبه د زمري نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پیل د لوګر او په ټوله توګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او وایي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برښنا د کمښت ستونزه راکمه، صنعتي فعالیتونه پراخ او ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته دندې برابرې شي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لوګر ولایت په محمد‌اغې ولسوالۍ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې کار رسماً پرانیست.

د ریاست الوزراء دفتر نن (پنجشنبه د زمري نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې پیل د لوګر او په ټوله توګه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ښه فرصت وګاڼه او وایي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولایت کې د برښنا د کمښت ستونزه راکمه، صنعتي فعالیتونه پراخ او ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته دندې برابرې شي.

ملا برادر زیاته کړې؛ د دې پروژې له پلي کېدو سره به په لوګر کې اقتصادي فعالیتونه زیات شي او د محمداغې صنعتي پارک د برښنا ستونزه به هم حل شي.

نوموړي برښنا د هېوادونو د پرمختګ لپاره یوه مهمه اړتیا یاده کړه او وایي، چې د برښنا کمښت د هېواد د وروسته پاتې کېدو یو لوی علت دی.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان د انرژۍ پراخې سرچینې لري؛ خو تر اوسه پورې له دې سرچینو څخه اغېزمن کار اخیستل شوی ندی او هېواد پر وارداتي برښنا تکیه کوي او هر کال په سلګونو میلیون ډالر نورو هېوادونو ته ورکول کیږي.

هغه وایي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره نورو سکټورونو ته ورته د انرژۍ برخې هم د پام وړ پرمختګ کړی او په بېلابېلو ولایتونو کې د نوي کېدونکي انرژۍ تولید پروژې پیل شوې دي.

ملا عبدالغني برادر ویلي؛ د انرژۍ پر تولید سربېره صنعتي سیمو او ښاریانو ته د برښنا د وېش، تنظیم او رسولو په برخه کې پروژې هم د پلي کیېدو په حال کې دي.

“برادر وایي: افغانستان کولی شي د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید له لارې پوره برښنا تولید کړي؛ خپلې اړتیاوې ترې پوره او پاتې انرژي نورو هېوادونو ته صادر کړي؛ د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، اړینه ده، چې د هېواد د اوبو سرچینې اداره شي او د لمر او باد انرژي وکارول شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره، اسلامي امارت اوږدمهاله پروګرامونه په پام کې نیولي او له قراردادي څخه يې غوښتي، چې د کار کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي او په ټاکلي وخت کې پروژه بشپړه کړي.

دا پروژه، چې د لوګر ولايت په محمد‌اغې ولسوالۍ کې پلي کېږي؛ دوه برخې لري، يوه يې د ۲۸ ميليون ډالرو پر پانګونه د ۴۰ ميګاواټه لمريزې برښنا د توليدي وسيلې جوړول دي او دوه‌یمه برخه يې د ۱۲۶ ميګاواټ امپير سب سټېشن جوړول او د ۷.۶ ميليون ډالرو پر پانګونه د برښنا مزيد غځول دي.

ټاکل شوې، چې دا پروژه به په ۱۸ مياشتو کې بشپړ شي او په سيمه کې به ۴۰ زره کورنیو ته د اړتيا وړ برښنا چمتو کړي او د محمد‌اغې صنعتي پارک د برښنا ستونزه به ورسره هم حل شي.

Trending

Exit mobile version