تازه خبرونه
په لوګر کې له یوې ترافیکي پېښې درې کسان مړه شوي
د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په لوګر ولایت کې له یوې ترافیکي پېښې ۳ کسان مړه شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ دغه ترافیکي پېښه نن له غرمې وروسته د دې ولایت د محمد آغه ولسوالۍ د واغجان تنګي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د لوګر پولیسو ویاند شاهپور احمدزي ویلي؛ په دې پېښه کې درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
احمدزي زیاته کړې، چې په ټپيانو کې میرمنې او ماشومان هم شته.
د یادونې ده، چې د دې پیښې علت اوس هم روښانه ندی؛ خو د موتر چلوونکیو بې احتیاطي، مات شوي سړکونه او د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي لارښوونو نشتوالی د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
