سیمه ییز خبرونه
په لویدیځه غاړه کې د ډزو له کبله درې اسرائیلیان ووژل شول
رویټرز راپور ورکړی، چې پوځ د ایدنا ترقومیه په اړوند سیمه کې برید تائید کړی او وایي، چې امنیتي ځواکونه د بریدګرو په لټه کې دي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، درې اسرائیلیان د یکشنبې پر ورځ هغه مهال ووژل شول، چې د دوی پرموټر د اشغال شوې لوېدیځې غاړې هیبرون ښار ته نږدې ډزې وشوې.
رویټرز راپور ورکړی، چې پوځ د ایدنا ترقومیه په اړوند سیمه کې برید تائید کړی او وایي، چې امنیتي ځواکونه د بریدګرو په لټه کې دي.
په سلګونو اسرائیلي سرتېرو د تېرې چهارشنبه راپدېخوا په لویدیځه غاړه کې له څو میاشتو راپدېخوا ترټولو لوی عملیات ترسره کړل، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ هدف یې د اسلامپالو وسلهوالو له منځه وړل دي.
دې عملیاتو د اوربند لپاره نړیوال راپارولي دي.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي؛ درې پولیس په موټر کې سپاره ول، چې د یکشنبې پر ورځ ووژل شول.
نتانیاهو د غزې په تړانګه کې د یکشنبې پر ورځ د شپږ اسرائیلي برمته شویو مړي، چې له یوه تونل څخه موندل شوي له نغوتې سره وویل: مونږ د یوه ظالم دښمن پر وړاندې په ټولو جبهو کې جنګیږو، چې غواړي مونږ ټول ووژني.
د مالیې وزیر بزالل سموتریچ، چې د اسرائیلو د امنیتي کابینې سخت دریځه غړی دی؛ په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني وسلهوالو پر ضد د نورو ډېرو اقداماتو غوښتنه وکړه.
هغه پر اسرائیلو د اوکټوبر اوومې وژونکي برید ته په نغوته کې ویلي: مونږ باید اوس هغه څه وکړو، چې په هغه بده شپه مو تر سره نکړل؛ غواړو یو برید وکړو او ترهګرۍ له ځپونکې برید سره مخ کړو.
هغه د یکشنبې د برید له له سیمې په خبرو کې ویلي: مونږ په ټولو جبهو کې د تروریزم له منځه وړلو ته ژمن یوو.
د اسرائیلو د امبولانس خدماتو ویلي وه، چې دوه کسان وژل شوي او درېیم یې سخت ټپي دی.
حماس، چې په غزه کې له اسرائیلو سره په جګړه اخته دی، په لویدیځه غاړه کې یې د برید ستاینه کړې؛ خو ادعا یې نده کړې او وایي، چې دا د غزې په تړانګه کې د قتل عام او نسلي وژنې طبیعي غبرګون دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: مونږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو، چې وسلې لري؛ خپلې مرمۍ د نیواکګرو پر سینه ولګوي، چې د غزې په تړانګه کې یې عامه تر سره کوي.
اسرائیل د غزې په جګړه کې نسليوژنه ردوي.