Connect with us

نړۍ

په ماریوپل کې دې اوکرایني ځواکونه تسلیم شي – روسیه

Published

 on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر ورځ د روسیې دفاع وزارت له اوکرایني ځواکونو وغوښتل، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دې وسلې پر ځمکه کېدي.

روسیې ادعا کړې، چې د دوی ځواکونو د ماریوپول ښاري سیمه پاکه کړې ده. که دا څرګندونې په خپلواکه توګه تائید نشي؛ نو دا به لومړی لوی ښار وي، چې د فبرورۍ له څلیریشتمې راپدیخوا د روسیې ځواکونو لخوا سقوط کوي.

د ماریوپل بشپړ نیول به روسیې ته دا واک ورکړي، چې کریمیه ته یو ځمکني پل جوړ کړي او د ازوف سمندر ټوله شمالي څنډه تر څارنې لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ روسي ځواکونو د اوکرین پر مرکز او نورو اړوند سیمو هوایي بریدونه کړې دي.

نړۍ

بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۲)

بې پیلوته الوتکو د چارشنبې پر ورځ د روسیې ختیځ لوري ته د تېلو پر ترټولو لویو دوه چاڼځایونه بریدونه کړي؛ په یوه کې یې اور ولګېد او بل ته یې زیان ونه‌رساوه.

په روسیه کې دننه د بې پیلوته الوتکو بریدونه له تېرو دوه اوونۍ راپدیخوا ډېر شوي او ان د مرکزي سیمو په ګډون د مسکو د استوګنې پر ودانیو ترسره شوي دي.

د کرسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي؛ شاوخوا لس بجې یوې بې پیلوته الوتکې د روسیې د کراسنودار په اړوند سیمه کې د آفیپسکي د تېلو پر چاڼځای برید وکړ، چې اور پرې ولګېده؛ وروسته اور مړ شو.

د آفیپسکي د تېلو چاڼځای د تورې بحیرې د نوووروسیسک بندر ختیځ ته ۵۰ میله لرې پروت دی، چې د روسیې د تېلو د صادراتو یو له مهمو دروازو څخه دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا فابریکه هر کال شاوخوا ۶ میلیون ټنه ( ۴۴ میلیون بیرل) تېل چاڼ او پروسسولی شي.

دا او د خزر پایپ لاین کنسورسیوم دواړه بازار ته د نړیوالو تېلو شاوخوا یو اعشاریه پېنځه سلنه تېل بازار ته وړاندې کوي.

د روسیې دولتي خبري آژانس RIA د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې یوه بله بې پیلوته الوتکه د ایلسکي په چاڼځای کې غورځېدلې، چې د نوووروسیسک ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره موقعیت لري.

د چاڼ ځای د اوبپاڼې د څرګندونو له مخې، د پروسس پېنځه واحدونه په کال کې د ۳ میلیون ټنو وړتیا لري.

دا، چې بې پیلوته الوتکې چا پورته کړي؛ په اړه یې تر دې دمه معلومات نه‌دي ورکړ شوي؛ خو روسیه په اوکراین تور لګوي، چې د سې شنبې پر ورځ یې د مسکو په ګډون د هېواد دننه پر هدفونو بریدونه زیات کړي دي.

اوکراین تر دې دمه په ښکاره توګه د روسیې دننه یا په اوکراین کې د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې د بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی.

په روسیه کې د تېلو چاڼ ځایونه د ۲۰۲۲ ز. کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له ځانګړيو پوځي عملیاتو وروسته تر برید لاندې راغلي دي.

Continue Reading

نړۍ

د مسکو ښار یو شمېر ودانۍ د بې پیلوته الوتکو په برید کې زیانمنې شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین رسنیو ته ویلي؛ د هېواد پلازمېنه د سې شنبې پر سهار د بې پیلوته الوتکو د بریدونو شاهده وه، چې په کې څو ودانیو ته لږ زیان اوښتی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د ښار ټول بېړني خدمات د پېښې په ځای کې دي … تر اوسه هیڅوک سخت ټپي شوی نه‌دی.

د روسیې دفاع وزارت اوکراین د دې ترهګریز برید پر تور تورن کړ او څرګندوي، چې د مسکو په فضا کې یې ټولې اته بې پیلوته الوتکې رانسکورې کړې دي.

مسکو، چې له اوکراین څخه په ۱۰۰۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی؛ د اوکراین د جګړې له پیل راپدیخوا ډېر لږ د بې پیلوته الوتکو موخه ګرزېدلی. که څه هم دا ډول بریدونه د روسیې په نورو سیمو کې ډېر عام شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه په هسک ( آسمان ) کې د لوګي نښې او یوه ماته کړکۍ ښيي.

دا بریدونه د اوکراین په پلازمېنه کیف کې له ورته برید څخه وروسته کیږي، چې د شپې لخوا د روسیې بې پیلوته الوتکو لخوا ترسره شوی او د ښاروال ویتالي کلیتشکو پر وینا لږ تر لږه یو کس یې وژلی دی.

د می په لومړیو کې، دوه بې پیلوټه الوتکو پر کریملین برید وکړ، چې پړه یې پر اوکراین واچول شوه.

اوکراین د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف او نورو ښارونو هم له پرون راپدیخوا ۳۱ بې‌پيلوته الوتکې لیدل شوي، چې ۲۹ یې راغورځولي او ۲ نورې هدف ته رسېدلې دي.

Continue Reading

نړۍ

د ترکیې ولسمشر اردوغان په ټاکنو کې بریالی شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۲)

رویترز د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې د تېرو دوه لسیزو واکمن ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ په ټولټاکنو کې بریالی شو او د یوه سیمه‌ییز پوځي ځواک په توګه یې بیا هم خپل دریځ پیاوړی کړ.

د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو دا ټاکنې ترټولو ناعادلانه ټاکنې وبللې؛ خو د پایلو په اړه یې مخالفت څرګند نه‌کړ.

رسمي پایلو وښودله، چې قلیچدار اوغلو ۴۷ اعشاریه ۹ سلنه رایې ګټلي او اردوغان له ۵۲ اعشاریه یو سلنې رایې برخمن شو او دواړه د یو وېشل شوي ملت رایې خپلې کړې.

ولسمشر طیب اردوغان اوس هڅه کوي، چې د ناتو د  ۸۵ میلیون وګړیو لرونکي هېواد کورنی، اقتصادي، امنیتي او بهرنۍ پالیسي بیا جوړه کړه.

د هغه دغه پېنځه کلنه واکمني به د مخالفانو لپاره یو لوی ګوزار وي؛ ځکه، چې نوموړی یې  یې د دیموکراسۍ پر کمزوري کولو تورن کړی. دا هغه تور دی، چې اردوغان تل رد کړی دی.

رویترز په ډاګه کړې؛ هغه په انقره کې د بریا د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې ټولې شخړې به پریږدي او د ملي ارزښتونو او خوبونو تر شا به کلک ودریږي.

هغه دغه راز د اپوزیسیون پر غړیو هم نیوکې وکړې او د شواهدو له وړاندې کولو پرته یې د ترهګرو پر ملاتړ کولو تورن کړل.

هغه څرګنده کړې: د کرد پلوه ګوند د پخواني مشر صلاح الدین دمیرتاش خوشې کول به، چې هغه یې ترهګر بللی؛ ممکنه نه‌وي.

اردوغان وايي، چې انفلاسیون د ترکیې ترټولو بېړنۍ مسله ده.

د قلیچدار اوغلو ماتې به د ترکیې د ناتو متحدینو ته ماتم وي؛ ځکه، چې له اردوغان او ولادیمیر پوتین د اړیکو له کبله اندېښمن شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن تویت کړی: زه د دوه اړخیزو مسلو او شریکو نړیوالو ننګونو په اړه د ناتو د متحدینو په توګه ګډ کار کولو ته سترګې پر لار یم.

له ترکیې سره د امریکا اړیکې په ناتو کې د سویدن د شاملیدو په اړه د اردوغان اعتراض او همدارنګه له مسکو سره د انقرې نږدې اړیکې او د سوریې په اړه اختلافاتو له کبله خنډینۍ  شوې دي.

۶۹ کلن اردوغان په استانبول کې له یوه بس څخه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: نن ترکیه یوازنی ګټونکې ده. زه له خپلو ټولو خلکو مننه کوم، چې يو ځل بيا يې مونږ ته د پېنځه کلونو لپاره د هېواد د حکومت کولو مسووليت راکړ.

اردغان، د اسلامپالو ریښو لرونکي د عدالت او پراختیا ګوند مشر له رای ورکوونکيو څخه غوښتنه وکړه، چې د ژورو اقتصادي ستونزو څخه پام ځانته واړوي.

د اردوغان پلویانو، چې د هغه د استانبول استوګنې مخې ته راټول شوي وه؛ د الله اکبر نارې پورته کړې.

۲۸ کلنې نیسا اردوغان ته ډاډ ورکړ، چې تمه ده هرڅه به ښه شي.

د اردوغان یو بل پلوي میرت نومي ویلي، چې ترکیه به له هغه سره د پېنځه نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي.

دغه ۳۹ کلن میرت، چې له خپل زوی سره دا خوښي لمانځني زیاتوي: د نړۍ په هر هېواد کې ستونزې، خو د ځواکمنې رهبرۍ سره به د ترکیې ستونزې هم له منځه ولاړې شي.

۲۴ کلن بوګرا اوزتوګ، چې قلیچدار اوغلو ته یې رای ورکړې؛ مخالفان یې په بدلون کې پر پاتې راتلو تورن کړل. هغه وایي: زه غمجن او مایوسه یم؛ خو ناهیلی نه‌یم. زه اوس هم فکر کوم، چې واقعیت او حقیقت خوښوونکي خلک شته دي.

اردوغان د می په ۱۴ د رای اچونې د لومړي پړاو، چې پارلماني ټاکنې هم په کې شاملې وې؛ د خپل ګوند او پلویانو پر بري ډاډمن و او ان زلزله ځپلیو ۱۱ ولایتونو د رایو په سر کې و، چې پارلماني دېرکی یې هم ورپربرخه کړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم مبارکي ورکړه او وایي، چې فرانسه او ترکیه له یو بل سره د مقابلې لپاره سترې ننګونې هم لري.

اردوغان، چې کلونه کلونه یې په سیمه کې له ګڼو حکومتونو سره مخالفت درلود؛ په وروستیو کلونو کې یې د پخلاینه دریځ خپل کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!