تازه خبرونه
په مزارشريف ښار کې دوه چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله
د افغانستان د شمال د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنجشنبې پر ماښام له دوه چاودنو لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان دي.
د بلخ امنيه قومندانۍ وياند آصف وزيري ويلي، چې دغه چاودنې د ښار د درېيمې او لسمې حوزو په اړوند سیمو کې رامنځته شوې دي.
د یوې چاودنې عیني شاهدانو ویلي، چې پر یوه موټر نښلیدونکي ماین چاودنه کړې.
د دغو چاودنو مسووليت سمدستي چا پر غاړه ندى اخيستى.
دا چاودنې په هېواد کې د پرلپسې وروستیو چاودنو په لړ کې وروستۍ هغه ده، چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.