تازه خبرونه

په مزارشریف ښار کې د داعش یو شمېر غړي ووژل شول

Published

on

د اسلامي امارت چارواکو د شنبې پر ورځ (د کب ۲۷) په ډاګه کړه، چې تېره شپه ناوخته امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د داعش ډلې پر پټنځیو ځانګړي عملیات ترسره کړل.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد تویت کړی، چې د مزارشریف ښار د پېنځمې، شپږمې او اتمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د داعش پر پټنځیو ځانګړي عملیات ترسره شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تېرې شپې په دې عملياتو کې د داعش يو شمېر غړي وژل شوي، وسلې او مهمات یې هم ترلاسه شول؛ خو کره شمېر یې څرګند شوی ندی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ په دې عملیاتو یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.

دا عملیات له هغې وروسته ترسره شول، چې داعش په تېرو دوه اوونیو کې د  دوه ښاري بریدونو مسوولیت ومانه، چې په لومړي بريد کې د بلخ والي له دوه نورو کسانو سره ووژل شو او په دوه‌يم بريد کې، چې د تبيان پر فرهنګي مرکز تر سره شوی؛ د دغه مرکز يو ساتونکی وژل شوی او د خبريالانو په ګډون اته کسان نور ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version