تازه خبرونه

په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید پلانوونکی ونیول شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۳, ۱۴۰۱

د بلخ ولایت چارواکو د جمعې پر ورځ ( د غویی دوه یمه) په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو پر جومات د پروني برید د طراح د نیولو اعلان وکړ.

د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي: په بلخ ولایت کې د داعش يو مهم غړى عبدالحميد سنګريار د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د ځانګړیو عملياتو په بهير کې نيول شوى دى.

د محمد آصف وزیري د څرګندونو له مخې؛ عبدالحمید سنګریار د سه دوکان پر جومات د برید اصلي طراح دی، چې له دې وړاندې هم څو ځلې د اسلامي امارت د ځواکونو له منګولو تښتېدلی و.

د مزارشریف ښار د شیعه ګانو په سه دکان جومات، چې د پنجشنبې پر ورځ ماسپښین مهال د یوې خونړۍ پېښې شاهد و؛ شاوخوا ۳۰ تنه وژلي او له ۴۰ ډېر ټپیان کړي دي.

Trending

Exit mobile version