تازه خبرونه

په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان استازیو ګډه ناسته کړې

Published

on

د روسیې، چین او پاکستان استازیو پرون د سې شنبې پر ورځ په مسکو کې د افغانستان پر اړوند سیاسي، امنیتي اوله شخړې وروسته مسایلو بحث خبرې کړي دي.

درې واړو خواوو د شوني امنیتي ګواښونو په اړه د اندونو تبادله کړې او افغانستان ته یې د بېړنیو بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره خپله ګډه اراده څرګنده کړې ده.

روسیې امریکا ته بلنه ورکړې وه، چې د مسکو په خبرو کې برخه واخلي؛ خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس د لوژستیکي ستونزو له کبله په دې خبرو کې ګډون رد کړی وایي، چې امریکا له دې بهیره ملاتړ کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ به د افغانستان د اسلامي امارت او د نورو هېوادونو استازي هم په ډې خبرو کې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د چارشنبه په غونډه کې وینا وکړي.

استازي به په افغانستان کې د نظامي او سیاسي وضعیت، د ټولمنلي افغان حکومت پر جوړولو او په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې د نړیوالې ټولنې د رول په اړه بحث او خبرې وکړي.

دې ناستې ته، چې د افغانستان پر راتلونکي راڅرخي د ا.ا.ا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون  ۱۱ هېوادونه بلل شوي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت ویلي، چې په دې غونډه کې د کورني سیاست په ګډون له شخړو وروسته رامنځته شوي شرایط، چې د دغه هېواد د بیارغونې لپاره اړین دي وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې غونډې ته د افغانستان د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بهرنیو چارو، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزیران او نور لوړپوړي چارواکي ورغلي دي.

Trending

Exit mobile version