تازه خبرونه
په مکه مکرمه کې دیني عالمان د افغانستان پر سوله او ثبات غونډه کوي
نن د عربستان په مکه مکرمه کې د اسلامي نړې د اړیکو ټولنې په همکارۍ د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو حضوري او آنلاین سرمشریزه جوړیږي او د افغانستان د سولې په اړه به بحٍث او خبرې وکړي.
د اسلامي نړۍ د اړیکو ټولنې د چارشنبې پر شپه ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ د غبرګولي پر ۲۰ د افغانستان او پاکستان د مشرانو او عالمانو ترمنځ د سولې او پخلاینې یوه هوکړه د اسلامي اصولو پر بنسټ د افغانستان د ثبات او امنیت د ودې ورکولو لپاره لاسلیک کړي.
د افغانستان د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت څرګنده کړې، چې له دوه کلونو هڅو وروسته بریالي شول، چې نن د سعودي عربستان پر کوربتوب په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړي.
دغه وزارت په ډاګه کړې په دې سرمشریزه کې د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزيرمحمد قاسم حليمي، په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفير او ځانګړی استازی احمد جاوید مجددي، د اسلامي همکاریو په ټولنه کې د افغانستان دايمي استازی دکتور شفيق صميم او د افغانستان د علمانو عالي شورا غړی عنايت الله بليغ په حضوري توګه وينا وکړي.
د دغې سرچینې د څرګنذونو له مخې؛ د پاکستان په استازيتوب به د پاکستان د علمانو لوی مشر او د ديني چارو وزير دکتور نورالحق قادري، په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير بلال اکبر او د اسلامي همکاریو په ټولنه کې د پاکستان سفير، دايمي استازی رضوان سعيد شيخ او د مسلمانانو نړيوالې ټولنې مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی برخه ولري.
ټاکل شوې، چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د افغانستان د شخړې او د حل د لارو په اړه بحث او خبرې وکړي؛ خو طالبان له دې غونډې بې خبري ښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پیل کې د اسلامي نړۍ د اړیکو ټولنې مشر العیسی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره وکتل او دواړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې د مسلمانو عالمانو د رول پر اړتیاوو خبرې وکړې.
تازه خبرونه
تحول: د اسلامي امارت له لوري د درې پاکستانيو بندیانو خوشې کېدا
تازه خبرونه
د هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
\د افغانستان وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۱۵۳ منسوبینو د فراغت په مراسمو کې ټینګار کړی؛ د هغو کسانو پر وړاندې چمتووالی اړین دی، چې د اسلامي نظام اتحاد، اتفاق، هیبت او د مسلمانانو پت زغملی نشي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له دې مخکې هم په سختو او حساسو شرایطو کې خپل ځواکونه چمتو او مجهز کول.
د افغانستان ملی دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د وسلهوالو ځواکونو چمتووالی او تجهیز پر مسلمانانو فرض دی او د افغانستان اسلامي امارت پخوانیو مسوولانو هم تل هڅه کړې، چې خپل مجاهدین پر هر راز شرایطو کې چمتو وساتي.
د ملي دفاع وزارت مسوولانو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو پر هر اړخیز چمتووالي پام ساتي.
دغه مراسم د ۳۱۳ مرکزی قول اردوی د ښوونیز مرکز د اتم پداړ لپاره جوړ شوي وه، چې د ۱۵۳ منسوبینو پر فراغت ترسره شول.
تازه خبرونه
قزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
د اقزاقستان پر کوربتوب د افغانستان په اړه د تماس سیمهییزې ډلې ځانګړې غونډه ترسره شوه، چې په کې د منځنۍ آسیا( قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان ) د هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې هېواد یې پخوا افغانستان ته د یو ګواښ پر سترګه کتل؛ خو اوس ورته د یوه فرصت پر سترګه ګوري.
هغه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت لري.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف هم په دې غونډه کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به ډېر ژر په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کولو او د سیمهییزې همکارۍ د پراخولو پر لوري حرکت وکړي.
دا غونډه د ګاونډ هېوادونو د هڅو ښکارندویي کوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ فرصتونه ترلاسه او سیمهییز ثبات او پرمختګ پیاوړی کړي.
-
سوداگري2 days agoد تورخم لارې د بندېدا له کبله د پاکستان ورځنی زیان ۲ میلیون ډالر اټکل شوی
-
تازه خبرونه3 days agoوروستي سرحدي بریدونه له چین سره د اړیکو زیانمنولو یوه هڅه ده – تاجکستان
-
لوبی2 days agoافغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت درې پاکستانيان د روژې پر درناوي خوشې کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد بدخشان ولایت په زرشویي پروژو کې له یولک ډېرکسان کار کوي
-
سوداگري2 days agoافغانستان او اوزبکستان ۲۵ سوداګریزهوکړهلیکونو لاسلیک کړل
-
سوداگري2 days agoافغان لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي او صنعتي همکاریو د غځولو لپاره بیلاروس ته سفر کړی
