ساینس او ​​ټیکنالوژي

په میټا کې د راشیا‌ټوډی او د روسیې د نورو دولتي شبکو پر هڅو بندیز ولګول شو

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

Published

on

میټا، د فیسبوک او انسټاګرام مورني شرکت اعلان کړی، چې په خپلو پاڼو کې یې پر راشیا‌ټوډی یا روسیه‌سیودنیه او نورو دولتي شبکو بندیز لګولی؛ ځکه، چې دا رسنۍ آنلاین نفوذي عملیات ترسره کوي.

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

میټا په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی له پوره ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د روسیې د دولتي رسنیو پروړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.

میټا ویلي، چې روسي شبکې اوس د بهرنۍ لاسوهنو او نفوذي کړنو له کبله زمونږ په ټولو نړیوالو اپلیکیشنونو کې له هڅو ترسره کولو بې برخې شوې دي.

میټا وايي: دا بندیز به په راتلونکیو څو ورځو کې پلي شي؛ پر فیسبوک سربېره انسټاګرام، واټساپ او ټریډز به هم دا کار وکړي.

دا کړنه په داسې حال کې پلې کېږي، چې امريکا په دې وروستيو کې د راشياټوډی دوه کارکوونکي په پيسو مينځلو کې پر لاس لرلو تورن کړل. په دې دوسیه کې دا کارکوونکي تورن شوي، چې د امریکا په ټاکنو کې یې د نفوذي موخې لپاره یوه امریکايي کمپنۍ استخدام کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټووني بلینکن د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېوادونه باید د روسیې له دولتي شبکې سره د پټو بهرنیو نفوذي عملیاتو په څېر چلند وکړي.

راشيا‌ټوډی دغه تورونه رد کړي او وايي، چې امريکا يې د ژورناليسټيکي بنسټ په توګه د هڅو مخه نيولې ده.

Trending

Exit mobile version