تازه خبرونه
په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کیږي
دغه سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د ناروې او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ته یو مکتوب استولی او څرګندوي؛ په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان استازولیو قونسلي کړنلارې او تصدیق شوي اسناد، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا له کابل سره سیاسي اړیکې نلري؛ باطل او د باور وړ ندي.
په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د سپټمبر تر دولسمې به خپل فعالیتونه ودروي او د سفارت ودانۍ به د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
دغه سفارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د ناروې او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ته یو مکتوب استولی او څرګندوي؛ په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغان استازولیو قونسلي کړنلارې او تصدیق شوي اسناد، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا له کابل سره سیاسي اړیکې نلري؛ باطل او د باور وړ ندي.
د دغه سفارت د څرګندونو له مخې؛ د يادو شويو ادارو د ټولو ډيپلوماټانو د ماموريت د پاى ته رسېدو اعلان هم شوى دى.
په اعلامیه کې راغلي؛ د ناروې بهرنیو چارو وزارت چارواکو د اسلامي امارت احکام یوه قانوني ستونزه ګڼلې او هغه د پلي کېدا وړ بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په لندن کې د پخواني حکومت سفیر زلمي رسول هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د بریټانیا د حکومت د رسمي غوښتنې له مخې په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د سپټمبر تر اووهویشتمې بندیږي.
دا په اروپا کې د افغانستان دوهیم سفارت دی، چې د کوربه هېواد په امر به وتړل شي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ترکیې ته د تېرې اوونۍ د سفر پرمهال ویلي وه، چې ډېر ژر به د غوره پرمختګونو خبرونه واورئ
