نړۍ
په ناټو کې د سویډن او فنلنډ غړیتوب به د دوی وضعیت بدل نکړي – روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي؛ که سویډن او فنلنډ د شمالي اتلانتیک د تړون له ټولنې یا ناټو سره یوځای شي، د دوی په وضعیت کې به لږ توپیر راشي.
د آر ټي شبکې د څرګندونو له مخې؛ سرګې لاوروف د سې شنبې پر ورځ نوي افق نومي کنفرانس ته ویلي؛ په داسې حال کې، چې سویډن او فنلینډ له ډېر وخت راپدیخوا د ناټو په پو ځي روزنه کې ګډون کوي، په پوځي اتحاد کې د دوی غړیتوب به د دوی وضعیت بدل نکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د کنفرانس ګډونوالو دا هم ویلي، چې هیڅ هېواد نشي کولی پر نورو له تکیه کولو سره خپل امنیت ټینګ کړي.
هغه د سویډن او فنلند د پرېکړې په اړه، چې له ناټو سره د یوځای کیدو په اړه زیاته کړې: ختیځ ته د ناټو پراخېدل به هیڅ ګټه ونلري؛ خو زمونږ امنیت ته زیان رسوي.
په داسې حال کې چې ناروې، ډنمارک او آیسلنډ په رسمي توګه د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړي دي، سویډن او فنلینډ د تاریخي او جیو پولیټیکل دلایلو له مخې په نظامي اتحاد کې شامل شوي ندي؛ سویډن او فنلنډ د سړې جګړې پر مهال بې طرفه دریځ خپل کړی و او د امریکا او شوروي له دریځونو سره یې له یو ځای کېدو ډډه کړې وه.
دغو هېوادونو له هغې وروسته، روسیې پر اوکراین برید وکړ او د احتمالي برید ګواښ یې احساس کړ؛ نو دوی پرېکړه وکړه، چې له ناټو سره یوځای شي.