نړۍ
په نایجیریا کې د بېړۍ له ډبېدو ۷۶ کسان مړه شوي
د نایجریا ولسمشر د یکشنبې پر ورځ د دې هېواد په سویل ختیځ ایالت انامبرا کې د بېړۍ د ډبېدو پېښه خواشینوونکې یاده کړه، چې له کبله یې د مړو شمېر ۷۶ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز راپور ورکړ، چې د جمعې پر ورځ د انامبرا په اوګبارو سیمه کې د سختو سیلابونو له بله دغه بېړۍ ډوبه شوې ده.
د شنبې پر ورځ چارواکو ویلي وه، چې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ورک دي.
د یکشنبې پر ورځ د نایجیریا ولسمشر محمدو بوهاري په ډاګه کړې، چې اړوند چارواکو د مړینې دغه لوړه کچه تائید کړې ده.
بوهاري زیاته کړې؛ چارواکي د ورکو کسانو د ژغورنې هڅې کوي او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.
د انامبرا ایالت د بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارې مشر ویلي، چې د شنبې تر شپې پورې یې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.
انامبرا د نایجیریا له ۳۶ ایالتونو څخه نهه ویشتم هغه دی، چې سږکال یې سخت سیلابونه تجربه کړل؛ اوبو کورونه، فصلونه او سړکونه ویجاړ کړي او لږ تر لږه نیم میلیون خلک یې اغېزمن کړي دي.
رویټرز د یوشمېر څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د کښتۍ انجن د لېږد پر مهال کار پریښود، چې بیا د څپو له کبله ډوبه شوه.
ویل کیږي، چې دغه بېړۍ په سیمه ییزه بڼه جوړه شوې وه او له ۱۰۰ څخه د زیاتو کسانو د لېږدولو وړتیا لرله.