نړۍ

په نایجیریا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شول

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې: د شنبې پر سهار یوه لرګینه کښتۍ، چې ۷۰  بزګران په کې سپاره ول؛ د ګومي ښارګوټي کروندو ته نږدې ډوبه شوه.

Published

on

سیمه ییزو چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي، د نایجیریا د شمال لویدیځ د زمفارا ایالت په یوه سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله لږ تر لږه ۶۴ کسان مړه شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې: د شنبې پر سهار یوه لرګینه کښتۍ، چې ۷۰  بزګران په کې سپاره ول؛ د ګومي ښارګوټي کروندو ته نږدې ډوبه شوه.

سیمه‌ییزو چارواکو زیاته کړې؛ د ژغورنې په درې ساعته عملیاتو کې د اړوند سیمې د اوسیدونکيو پر مرسته شپږ ژوندي پاتې شوي کسان له اوبو څخه را ووایستل شول.

امینو نوهو فلاله، چې د ژغورنې هڅې یې رهبري کولې ویلي؛ دا دوه‌یم ځل دی، چې د ګومي سیمه‌ییز حکومت په اړوند سیمه کې دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

دغه راز زیاته شوې، چې بېړنیو ډلو د نورو د ژوندي پاتې کیدو په هیله لټون چټک کړی دی.

د سنتي حاکم د څرګندونو له مخې؛ له ۹۰۰ څخه زیات بزګران هره ورځ خپلو کروندو ته د لاسرسي لپاره له دې سیند څخه تېریږي. په داسې حال کې، چې د لېږد رالېږد لپاره یوازې دوه کښتۍ شته، چې ډېري وختونه ګڼه ګوڼه هم رامنځته کیږي.

د زمفارا ایالت خلک له دې مخکې نه یوازې د جنایي ډلو لخوا ځپل شوی، چې پر معدني سرچینو د کنټرول هڅې کوي، بلکې سختو بارانونو او سیلابونو زیانمن کړل، چې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې دغو سېلابونو دوه اوونۍ مخکې د سیمې له ۱۰ زره څخه ډېر اوسېدونکي هم بې ځایه کړل.

Trending

Exit mobile version