نړۍ
په نایجیریا کې له یوه وسلوال بریده د کلیسا ۵۰ عبادت کوونکي وژل شوي

د اوندو ایالت د پولیسو سرچینې ویلي، وسلوالو د کلیسا له ودانۍ بهر او دننه پر خلکو ډزې کړي؛ عبادت کوونکي یې ووژل او ټپیان کړل.
ویل کیږي، چې د اووو ښار په سینټ فرانسیس کاتولیک کلیسا کې څو کسان وژل شوي او ټپیان دي؛ خو د برید په اړه پلټنې روانې دي.
د اوندو ایالت والي ویلي، چې د برید له سیمې او روغتون یې لیدنه کړې او د یکشنبې دا پېښه یې عاموژنه نومولې، چې د تکرار اجازه به ورنکړ شي.
د برید کوونکیو هویت او انګېزه سمدستي څرګنده شوې نده.
په نایجیریا کې د کاتولیک کلیسا ویاند ریورنډ اګسټین اکووو ویلي: دا ډېره د افسوس وړ خبره ده، چې ناڅرګند وسلوال پر عبادت کوونکیو برید کوي… دا وېره هم وه، چې ډېر ووژل شي او ډېر نور ټپیان شي.
پادریان او کشیشان له دې بریده روغ رمټ وتلي دي.
د اووو ښار د یوه روغتون ډاکټر رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې له برید څخه د ښار دوه روغتونونو ته لږ تر لږه ۵۰ جسدونه راوړل شوي دي. دغه ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، ویلي، چې د ټپيانو د درملنې لپاره وينې ته اړتيا ده.
ولسمشر محمدو بوهاري دا برید غندلی او وحشیانه یې نومولی.
ویټیکان ویلي، چې پاپ فرانسیس قربانیانو ته دعا کوي، چې د عبادت پر مهال زیانمن شوي دي.
نایجیریا د هېواد په شمال ختیځ کې له اسلامپالو یاغیانو او وسلوالو ډلو سره جګړه کوي، چې اکثرا په شمال لویدیز کې د تاوان لپاره بریدونه او تښتونې ترسره کوي؛ خو په جنوب لویدیځ کې دا یوه نادره پېښه وه.
نړۍ
د امریکا یوه پوځي الوتکه په سمندر کې ولوېده

د امریکا یوه پوځي الوتکه، چې اته کسان یې لېږدول د چارشنبې پر ورځ د جاپان په لویدیځ سمندر کې ولوېده؛ ماهي نیوونکیو ترې د درې کسانو له موندلو خبر ورکړ، خو وضعیت یې مشخص شوی نهدی.
ساحلي ساتونکيو ويلي، د یاکوشیما په تاپو کې یې د پېښې ځای ته د ګزمې کښتۍ او الوتکې استولي دي.
د کب نیولو د یوه شرکت استازي ویلي، چې په سمندر کې د کب نیولو کښتیو درې کسان موندلي دي.
د حکومت یوه ویاند ویلي، چې اوسپری Osprey د تاپو هوایی ډګر ته نږدې رالوېدلې، چې د دې ډول یوه بله الوتکه د چارشنبه له ماسپښین وروسته بریالۍ راکښته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د جاپان پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې شوې او د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ د الوتکې د چپ لوري په انجن کې د کېناستو پر مهال اور لګېدلی و.
د جاپان د کابینې لوی سکرتر هیروکازو ماتسونو ویلي، چې الوتکه په سیمهییز وخت د ماسپښین پر ۲:۴۰ دقیقو له راداره ورکه شوه.
په جاپان کې د اوسپري Osprey ځای پرځای کول جنجالي دي او د منتقدینو د څرګندونو له مخې؛ دا د حادثو له خطر مل وي؛ خو د امریکا او جاپان پوځ دا خبره ردوي.
د اګست په میاشت کې، د متحده ایالاتو یوه الوتکه د شمالي آسترالیا په سواحلو کې د معمول پوځي تمرین په بهیر کې د سرتېرو لیږدولو په حال کې وغورزېده، چې درې امریکایي سرتېري په کې ووژل شول.
د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې یوه بله الوتکه د جاپان د اوکیناوا جنوبي تاپو ته څېرمه په سمندر کې د کښته کېدو پر مهال وغورزېده، چې له کبله یې د امریکا پوځ په لنډمهاله توګه د دغې الوتکې کارول ودرول.
نړۍ
د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند د دوه نورو ورځو لپاره وغزول شو

د سې شنبې پر ورځ د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو او حماس تر منځ اوربند پېنځمې ورځې ته ننوت او دواړه خواوې د نورو بندیانو د خوشې کولو په لټه کې شول.
اسرائیلو اعلان کړی؛ د دوشنبې پر ورځ له غزې تړانګې څخه ۱۱ اسرائیلي بندیان هېواد ته راستانه شول او د اوربند په موده کې، چې له جمعې راپدیخوا د حماس لهخوا د خوشې شویو اسرائیلي او بهرنیو بندیانو شمېر ۶۹ تنو ته ورسېد.
سپینې ماڼۍ او قطري مذاکره کوونکیو د دوشنبې پر ورځ ویلي وه: لومړنی څلور ورځنی اوربند، چې د سه شنبې پر ورځ د ګرنویچ پر وخت ۵ بجې پای ته رسیږي؛ د دوه نورو ورځو لپاره وغزول شو.
اسرائیلو د اوربند د غزولو په اړه کومه تبصره نهده کړې؛ خو د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي؛ حکومت هوکړه کړې، چې د فلسطیني بندیانو په نوملړ کې ۵۰ ښځینه بندیانې هم شته دي.
حماس ویلي، چې دوی د هغو شرایطو د نوي کولو په لټه کې دي، چې له مخې به یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، چې مخکې خوشې شوي راخوشې کړي.
د حماس یوه چارواکي خلیل الحیه د دوشنبې پر ورځ ناوخته الجزیرې ته وویل: مونږ هیله لرو، چې اشغالګر (اسرائیل) به په راتلونکیو دوه ورځو کې (د تړون) پابند وي؛ ځکه، چې مونږ پر ښخو او ماشومانو سربېره د یوې نوې هوکړې په لټه کې یوو، چې له مخې یې مونږ کولی شو هغه نور کسان تبادله کړو، چې له مونږ سره دي.
په هغو بندیانو کې، چې اوس هم له حماس سر دي؛ د هغو کسانو پلرونه او میرمنې دي، چې په وروستیو ورځو کې یې خوشې کړي دي.
اسرائیلو له دې مخکې ویلي وه، چې د هرو لس بندیانو په بدل کې به اوربند یوه ورځ وغزوي.
اسرائیلي رسنیو د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسرائیلو حکومت د هغو بندیانو نوملړ ترلاسه کړی، چې تمه ده د سې شنبې پر ورځ خوشې شي.
د اسرائیلو د زندانونو ادارې اعلان وکړ، چې د دوشنبې پر ورځ د اشغال شوې لویدیځې غاړې له یوه زندان او د بیت المقدس له یوه زندان څخه ۳۳ فلسطینیان خوشې شول، چې له دې سره د جمعې ورځې راپدیخوا د خوشې شویو فلسطینیانو شمېر۱۵۰ کسانو ته ورسېد.
نړۍ
هیله ده د یرغمل شویو له نورې خوشې کېدا سره د اسرائیلو او حماس اوربند وغزیږي – جو بایدن

له هغې وروسته، چې حماس د یوې څلور کلنې اسرائیلالاصلې امریکايي نجلۍ په ګډون ۱۷ نور کسان خوشې کړل؛ د امریکا ولسمشر جوبایدن هیله من شو، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند به د نورو بندیانو تر خوشې کېدا وغزیږي.
حماس ویلي، که د اسرائیلو لهخوا د خوشې شویو فلسطیني بندیانو د شمېر زیاتولو لپاره هڅې وشي؛ چمتو دي، چې هوکړه شوی اوربند وغزوي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو لهخوا ۳۹ فلسطیني تنکي ځوانان خوشې شول، چې له دې سره د اوربند له پیل راپدیخوا د خوشې شویو کسانو شمېر ۱۱۷ ته ورسېد.
حماس په ډاګه کړې؛ ۱۳ اسرائيليان، درې تايلنديان او يو روسي تبعه يې سپارلي دي او د سرهصليب نړيوالې کمیتې هم تائيد کړې، چې دوی يې له غزې بریالي ايستلي دي.
څلور ورځنی اوربند، چې تېره اوونۍ پرې هوکړه وشوه په اووه اوونیو کې د دښمنۍ لومړی اوربند دی. د اوکتور پر اوومه حماس پر اسرائیلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۲۴۰ یې غزې ته بوتلل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه بمبارد وکړ او په شمال کې یې ځمکني بریدونه پیل کړل. د غزې روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا ۱۴۸۰۰ فلسطینیان یې ووژل او سلګونه زره نور ورسره بې ځایه شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه له بایدن سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه به د لنډمهاله اوربند له غزېدو هرکلی وکړي. که هره ورځ ۱۰ بندیان خوشې شي.
په هرحال نتنیاهو څرګنده کړې؛ هغه بایدن ته دا هم ویلي، چې د اوربند له پای ته رسیدو وروسته مونږ به پر بشپړ ځواک جګړه پیل او خپلو اهدافو ته ورسیږو( د حماس له منځه وړل، د یرغمل شویو خلاصون او له غزې ډاډمنېدل).
-
تازه خبرونه12 hours ago
چینايي او امریکايي پانګوالو ته د پانګونې د جلب او جذب بهیر وړاندې شو
-
نړۍ19 hours ago
د امریکا یوه پوځي الوتکه په سمندر کې ولوېده
-
تازه خبرونه24 hours ago
پاکستان دې ژر تر ژره له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ودروي – د بشري حقونو د څار بنسټ
-
تازه خبرونه17 hours ago
د منځنۍ آسیا هېوادونه دې د افغانستان په اړه همکاري زیاته کړي – قرغزستان
-
نړۍ4 days ago
حماس د لنډمهالي اوربند پر مهال یو شمېر نور اسرائیلیان او تایلیندیان خوشي کړل
-
تحول4 days ago
تحول: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر سیاست نیوکه
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګري ملتونه د افغانستان له څوکۍ د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت د ټولو قضیو لپاره واحد او با صلاحیته ادرس دی – امیرخان متقي