سوداگري
په ننګرهارکې د هېوادنیو شاتو تولیدات ډېر شوي
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د شاتو ټولید د تېرو کلونو پر پرتله ډېر شوی او سږکال ۶۵۰ ټنه حاصلات لرو.
د شاتو مچيو روزونکيو ويلي؛ وروستی سياسي بدلون او په هېواد کې د وچکالۍ څپي يې کار و بار اغېزمن کړی.
دویي وايي، په کور دننه د بېرې او ځينو نورو اړينو بوټو نشتوالی يې اړباسي، چې وخت ناوخت مچي د ډيورنډ له فرضي کرښې پاکستان لوري ته يوسي، چې د لارې په اوږدو کې د ناقانوني پيسو د ورکړې او ځينو نورو ستونزو سره مخ کيږي
د شاتو مچیو کاروباري رحمت ګل له مسولينو غواړي، چې په کورد ننه د بېرې په ګډون يو شمېر اړين بوټي کینوي،چې له دغه کړاوه خلاص شي.
په جلال آباد ښار کې د شاتو پلورونکي بيا خوښ دي او وايي، د سياسي بدلون راوروسته يې ورځ تربلې کار مخ پر ښه کيدو روان دی.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم بيا د تېر پر پرتله د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي او سږنۍ کال د شپږ نيم سوه تنو شاتو د حاصلاتو د ترلاسه کيدو خبره کوي او زياتوي، چې د افغانستان شات اوسمهال د هېواد د بېلابېلو ولايتونو ترڅنګ بهر ته هم صادريږي.
د ننګرهار د کرنې رياست استازی ډاکټر ضمير بهسودي وایي: که څه هم د تېر په پرتله د شاتو مچیو دا کار و بار کمزوری شوی؛ خو هیله مندي داده، چې د غریزو سیمو له امن کیدو سره به دغه کاروبار نور هم ښه شي؛ خو د خلکو غوښتنه داده، چې که حکومت د دوی د کار و بار د پیاوړتیا لپاره د دوی لاسنیوی وکړي.
