Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د زیتونو حاصلات دوه برابره شوي

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۲

د ننګرهار ولایت د کانال وادي کرنیزشرکت مسوولینو ويلي؛ د زیتونو سږنی حاصل څه کم درې سوه ټنه دی، چې درې زره لیتره خالص تېل به ترې ترلاسه شي.

د ننګرهار کانال وادي کرنیزشرکت رييس غلام الرحمن کظیم وایي: د تېر کال پر پرتله سږ کال زمونږ حاصلات دوه برابره شوې دي. تېر کال د زیتونو حاصلات ۱۵۰ یا ۱۶۰ ټنه ول؛ خو سږ کال شاوخوا ۳۰۰ ټنه زیتون لرو.

د زیتونو په دغه فابریکه کې پر کار بوخت کارګر خوښ دي، چې د کورنیو تولیداتو په دغه فابریکه کې ورته د کار کولو زمینه برابره شوې؛ خو له مسوولینو غواړي، چې د دغې فابریکې د نور پرمختګ لپاره دې دغې فابریکې ته پاملرنه زیاته شي.

باغچه ګل نومی کارګر وايي: مونږ له چارواکو غوښتنه کوو، چې د تولید د کچې د لوړولو لپاره مونږ ته اسانتیاوې برابرې کړي. کله، چې د تولید کچه لوړه شي؛ ور سره به پرسونل ته اړتیا هم ډېره شي.

د ننګرهار کانال رييس وايي، د زيتونو د توليد په شرکتونو کې ۷۰۰ کسان په مستقيم ډول او څه باندې څلور زره کسان په غير مستقيم ډول کار کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: زمونږ اداره ۷۵۰ کسان لري. له دوی څخه ۷۰۰ برحال دي. په ټولیز ډول دلته له ۴۰۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار د زیتونو د غوړیو د تولید شرکت د هېواد یو له پخوانیو شرکتونو څخه دی، چې د روسیې پر مالي مرسته په ۲۷ هکتاره ځمکه کې تاسیس شوی او دغه شرکت د تېلو د تولید ښه وړتیا لري.

ویل کیږي، چې د کورنیو بازارونو ترڅنګ یې اوسمهال دلته د زیتونو تولید شوو تېلو ته په نړیواله کچه هم بازار موندلی او خلک يې ښه خوښوي.

د ننګرهار زیتونو دا فابریکه په هېواد کې له پخوانیو فابریکوڅخه ده، چې د روسيې پر مالي مرسته په ۲۷ هکتاره ځمکه جوړه شوې او په ۱۳۶۳ کال کې یې چارې پیل شوي دي. هغه مهال يې د څلور زره مټریک ټنو زیتونو د تولید وړتیا لرله.

ویل کیږي، چې د زیتونو وراخوا د کانال د ستروسو بوټو حاصلاتو کې هم هر کال زیاتوالي راځي او مالټي يې بیا د هېواد د بېلابېلو سیمو ترڅنګ له هېواد بهر هم صادریږي.

تازه خبرونه

د پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

Published

on

پاکستانيو رسنیو د صنعتي سرچینو د راپور له مخې څرګنده کړې؛ له افغانستان سره د لارو د بندېدا له کبله افغانستان ته د پاکستان د درملو صادرات بشپړ بند شوي، چې له کبله یې د دې صنعت نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو صادرات اوس له بشپړ زیان سره مخ شوي دي.

په سلګونو لارۍ، چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نور تجهیزات په کې دي؛ د تورخم، چمن او نورو بندرونو په ګمرکونو او زیرمو کې بند پاتې دي.

ځینو شرکتونو راپور ورکړی، چې د سلګونو میلیون روپیو ارزښت لرونکي توکي ځنډول شوي دي.

د پاکستان د درملو جوړونکو ټولنې استازو خبرداری ورکړی، چې دې بندېدا افغانستان او نورو سیمو ته صادرات ۱۰۰ سلنه اغېزمن کړي او شرکتونو ته یې نه جبرانېدونکي اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

دوی وايي، چې افغانستان د پاکستان ترټولو لوی ځمکنی سوداګریز ملګری دی او منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ یوه مهمه لار هم ګنل کیږي. د دې لارې بندېدا نه یوازې د درملو سوداګري اغېزمنه کړې، بلکې د سیمه‌ییز اتصال پروژه( د پاکستان-ازبکستان-افغانستان اوسپنې‌پټلۍ ) یې هم له خطر سره مخ کړې ده.

د پاکستان تولیدوونکو له حکومت غوښتنه کړې، چې د بشري دلایلو له مخې د درملو لېږد ته بېړنۍ اجازه ورکړي او اندېښنه څرګندوي؛ د تودوخې له کبله شونې ده، چې حساس درمل؛ واکسینونه او انسولین خراب شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

Published

on

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ نن ( سې‌شنبه د لیندۍ اتلسمه) د دې وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره پر دوه اړخیز اړیکو خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل‌پاسوال عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخېزې سوداګرۍ، اړیکو پراخولو او اوسپنې‌پټلۍ په ګډون مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدا ملاتړ څرګند کړ.

توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د اوسپنې‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.

 

ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني د قزاقستان د همکارۍ له هڅو د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې وستایلې او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستان څخه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ توقع لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین او افغانستان د پانګه‌والو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

Published

on

د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

 په دې لیدنه کې د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.

چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګه‌والو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.

د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!